د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د کابل ټایمز خبریال سید راشد کاشفي ''نیولی او وهلی'' دی


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان ازادو خبريالانو ټولنه وايي چې د کابل ټايمز ورځپاڼې پر خبريال سيد راشد کاشفي د يو پروګرام د ويډيو جوړولو په وخت تشدد شوی دی.

د یادې ټولنې مشر حجت الله مجددي د ډېسېمبر پر ۱۲مه نېټه رسنيو ته په ليږلې يوه خبرپاڼه کې هغه تصویرونه هم استولي دي چې د کاشفي پر ملا د سختو وهلو نښانونه ښيي.

مجددي دا کار غندلی او له طالبانو یې له رسنيو سره د ښه چلند غوښتنه کړې.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت د ډېسېمبر ۱۲مه نېټه په يو بيان کې وويل چې د خبريالانو خونديتوب ته ژمن دي او د دې پېښې څېړنه به کوي. طالبانو د اګست له پينځلسمې په افغانستان کې حکومت پيل کړی. له هغه راهیسې په زرګونو خبريالان د ځان خوندي ساتلو لپاره نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG