د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش په کابل کې د وروستیو چاودنو مسوولیت ومانه


چاودنې هغې سیمه کې شوي چې تر ډېره شیعه مذهبه افغانان په کې مېشت دي. انځور- ارشیف
چاودنې هغې سیمه کې شوي چې تر ډېره شیعه مذهبه افغانان په کې مېشت دي. انځور- ارشیف

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په کابل کې د ډېسېمبر د ۱۰مې چاودنو مسوولیت ومانه.

په دې چاودنو کې چې د کابل ښار لویدیځ کې وشوې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند سعید خوستي په خبره دوه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

چاودنې په هغه سیمه کې شوي چې تر ډېره شیعه مذهبه افغانان په کې مېشت دي.

فرانس پرېس اژانس د داعش په حواله ویلي چې د ډېسېمبر پر ۱۰مه ناوخته یې کابل کې درې چاودنې کړې دي.

دوی ویلي چې د شیعه مذهبو د سپرلۍ بسونه یې په نښه کړي چې لسګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG