د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبريال نظار یوسفزی په صوابۍ کې د زړه له دورې ومړ


خبريال نظار یوسفزی
خبريال نظار یوسفزی

مدني فعال او خبريال نظار یوسفزی نن مازيګر د صوابۍ په شاه منصور سيمه کې خاورو ته وسپارلې شو.

د نوموړي په جنازه کې د سيمې مخورو، د عوامي نيشنل ګوند ځينو چارواکو، ګڼو اديبانو او شاعرانو ګډون وکړ.

نظار يوسفزی پرون ماسخوتن د زړه د دورې له وجې په حق رسيدلی وو.

پښتنو سیاستوالانو، د پاکستان او افغانستان لیکوالانو، شاعرانو او د نوموړی مينوالو پر ټولنيزو رسنيو د هغه په مړينه خپګان څرګند کړی او د پښتو ژبې، ادب او کلتور لپاره يې د هغه خدمتونه ستایلي دي.

نظار یوسفزی د یوې اوږدې مودې راهسې د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې ژوند کولو او څو ورځې وړاندې د خپل ورور د مړينې له وجې صوابۍ ته ورغلې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG