د لاسرسي ځای

تازه خبر

'انتخاباتي کمېشن دې د عمران خان د پېښور دورې نوټس واخلي'


وزیر اعظم عمران خان.
وزیر اعظم عمران خان.

د خيبر پښتونخوا حزب اختلاف له انتخاباتي کميشن غوښتي چې د وزيراعظم عمران خان د پېښور د دورې نوټس دې واخلي.

عمران خان د ډېسېمبر پر اتمه د کميشن د حکم سربېره هم د پېښور دوره کړې وه او په ګورنر هاوس کې يې د وړيا روغتيا پروګرام پرانېستی وو.

انتخاباتي کميشن په صوبه کې د ډېسېمپر پر ۱۹ مه نېټه کېدونکو بلدياتي ټاکنو ته په پام سره عمران خان او نورو حکومتي چارواکو او وزیرانو ته ويلي ول چې د ضابطې اخلاق له مخې دې ولسي غونډې او د حکومتي کارونو پرانستې نه کوي.

د عمران خان تر سفر وروسته د عوامي نیشنل پارټۍ د اطلاعاتو سېکټر زاهد خان د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې عمران خان د انتخاباتي کمیشن حکم ونه منلی او بايد کمیشن د دې د خلاف ورزۍ په اړه د هغه پرضد کاروايي وکړي.

خو د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير کامران بنګش د ډېسېمبر پر اتمه په يو بيان کې ويلي چې وزیراعظم د سياسي هلو ځلو لپاره پېښور ته نه وو ورغلی او نه يې هم د بلدياتي ټاکنو په اړه په کوم پروګرام کې برخه اخيستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG