د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان لوبغاړو سره د اولمپېک نړیوالې کمېټې مالي مرستې اعلان کړې


کمېټۍ په بیان کې ويلي چې د ای او سي انتظامي بورډ د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د مرستو منظوري ورکړه. انځور- ارشیف
کمېټۍ په بیان کې ويلي چې د ای او سي انتظامي بورډ د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د مرستو منظوري ورکړه. انځور- ارشیف

د اولمپېک نړيوالې کمېټۍ په افغانستان کې د اوسېدونکو افغان لوبغاړو لپاره د پنځه لکه او ۶۰ زره ډالرو ژمنۍ مرستې اعلان کړې دي.

دغه لوبغاړي د اګست په مياشت کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ژوند کوي.

کمېټۍ په بیان کې ويلي چې د ای او سي انتظامي بورډ د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د مرستو منظوري ورکړه.

بیان زیاتوي چې کمېټۍ به د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) سره په ګډه کار کوي چې دا مرستې په افغانستان کې دوه زره لوبغاړو ته مستقيما وسپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG