د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند دفاع عملې مشر جنرال بیپین د هېلېکاپټر په پېښه کې مړ شوی


د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال بیپین راوت یوې غونډې ته د وینا پر مهال: تصویر له ارشیفه
د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال بیپین راوت یوې غونډې ته د وینا پر مهال: تصویر له ارشیفه

د هند د دفاع عملې مشر جنرال بیپین راوت له خپلې مېرمېنې مدھولیکا راوت او ځینو نورو چارواکو سره یوځای د هېلېکاپټر د نسکورېدو په پېښه کې چې په تامل ناډو سیمه کې رامنځ ته شوې وژل شوي دي.

د هند هوايي ځواک د ډېسېمبر پر اتمه په خپله ټوېټر پاڼه ویلي چې د پېښې پلټنې کوي. په دې هیلېکاپټر کې د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال بیپین راوت او ۱۴ نور کسان سپاره ول.

د هند هوايي ځواکونو په خپور کړي یوه ټوېټ کې ویل شوي چې، ((په زیاتې خواشینۍ سره پخلی کوو چې جنرال بیپین راوت، مېرمن مدهولیکا راوت او ۱۱ نوره سورلۍ په یوه بدمرغه پېښه کې مړه شوي دي.))


جنرال راوت د هند د پوځ مشر پاتې شوې وو او پروسږکال په ډېسېمبر کې د هند د دفاع عملې مشر ټاکل شوی وو.نوموړی تر دې وړاندې د هندي پوځ د لوی درستیز په توګه او پر نورو مهمو څوکیو هم پاته شوی دی او د خپل ۴۲ کلن ماموریت په موده کې ورته په غوره خدماتو د هېواد د صدارتي تمغې ترڅنګ ګڼې نورې پوځي جایزې هم وړې وې.

د هندي خبري اژانس ای این ایي د کرناټک ایالت د وزیر اعلا بسواراج بومني له خولې لیکلي چې د پېښې په اړه معلومات راغونډوي او ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي.

ځینې رسنۍ بیا وایي دې پېښه کې ځینې کسان دومره سوځېدلي چې پیژندګلو یې نه کږي.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې په سیمه کې د ژغورنې هلې ځلې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG