د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د داعش پرضد د امریکا نوی اقدام


پوځي کارپوهان مني چې وروستیو کې د داعش – خراسان څانګې فعالیتونه چټک شوي. انځور - ارشیف
پوځي کارپوهان مني چې وروستیو کې د داعش – خراسان څانګې فعالیتونه چټک شوي. انځور - ارشیف

امریکا څلور افغانان د داعش – خراسان څانګې د مشرانو او دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو په تور نړیوال ترهګر نومولي او د دوی نومونه یې د ترهګرو په تور‌ نوملړ کې اچولي دي.

ثناالله غفاري، سلطان عزیز عزام او مولوي رجب د داعش- خراسان څانګې په مشرتابه کې د دوی رول په خاطر نړیوال ترهګر نومول شوي او پر عصمت‌الله خلوزی بیا دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو له امله نړیوال بندیزونه لګول شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د نومبر پر ۲۲مه رسنیو ته وویل، امریکا به د ترهګرۍ د ځپلو لپاره له هرې لارې ګټه واخلي:

"موږ ژمن یوو چې له داعش سره د مبارزې لپاره له خپلو ټولو ترهګرۍ ضد وسیلو کار واخلو او ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي. دا نومونه ترهګر افشا او بېلوي. د امریکا مالي سیسټم څخه د ګټې اخیستنې مخه نیسي او د قانون پلي کولو اړونده فعالیتونو سره مرسته کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

خو له واکه د لېرې کړل شوي ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې د هغه ټویټ په ځواب کې چې ثناالله غفاري یې د داعش – خراسان څانګې امیر ګڼلی لیکلي: "هغه د حقاني شبکې غړی دی، له دې شبکې یې امر اخیست او د ده یې ملاتړ کاوه. هغه کلونه تر څار لاندې و. مسلک یې انجینري او کورنۍ یې پاکستان کې اوسېږي. "

صالح زیاته کړې، هغه اصلاً د داعش – خراسان څانګې امیر نه دی.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، عصمت الله خلوزی تورن دی چې ترکیه کې د حوالې په نوم د پیسو د لېږدولو د یوې غیرقانوني شبکې له لارې یې د داعش - خراسان څانګې ته مالي مرستې استولي.

د دې وزارت له قوله، خلوزي په افغانستان کې د انساني قاچاق شبکې تمویلوي او د بهرنیو وسله‌والو د تګ راتګ اسانتیا برابروي چې افغانستان او سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو په لټه کې دی.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنۍ شتمنۍ د کنټرول د برخې مسولې اندریه ګاکي ویلي، دا اقدام د دې ښکارندوي کوي چې امریکا د داعش پر وړاندې جدي دی او نه پرېږدي چې غړي یې له نړیوال مالي سیسټمه په ګټې په افغانستان کې او له دغه هېواد ورهاخوا د ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ وکړي.

خو طالبان د امریکا دا عمل له داعش سره د مبارزې لپاره اغېزمن ګام نه بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، دا پرېکړه تر ډېره تبلیغاتي ده.

دی وايي: "دا موږ ته یو نمایشي اقدام معلومېږي. عزام چې دوی یې یادوي، درې کاله وړاندې ننګرهار کې وژل شوی. دا نور کسان هم مجهولې څېرې دي او موږ یې نه پېژنو. بله دا چې د داعش لپاره بزرګ نمايي کوي، اغېزمن ګام یې نه بولو او نه هم دومره مهمې مهرې دي چې بندیز پرې ګټه وکړي یا هم په بندیز و ارزي."

طالبان داعش د خپل حکومت او افغانستان لپاره ګواښ نه بولي او زیاتوي، دا ډله یې ماته کړې ده.

خو تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، داعش ډله د پیاوړي کېدو په حال کې ده او اوس نږدې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې فعالیت کوي.

شنونکي عبدالباري عارض وايي، داسې معلومېږي چې د داعش د پیاوړتیا بهیر ورځ تر بلې ګړندی کېږي
شنونکي عبدالباري عارض وايي، داسې معلومېږي چې د داعش د پیاوړتیا بهیر ورځ تر بلې ګړندی کېږي

پوځي کارپوهان مني چې وروستیو کې د داعش – خراسان څانګې فعالیتونه چټک شوي.

شنونکي عبدالباري عارض مشال راډیو ته وویل: "داسې معلومېږي چې د داعش د پیاوړتیا بهیر ورځ تر بلې ګړندی کېږي او داسې شواهد تر سترګو کېږي چې په تدریج سره داعش د افغانستان ټولو ولایتونو کې نفوذ کړی دی. "

د اګسټ له ۱۵مې نېټې یعنې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، داعش ډلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د کوچنیو بمي چاودنو او بریدونو سربېره چې په کې طالبان او ملکي کسان په نښه شوي، په کابل، کندز او کندهار کې ۵ خونړي بریدونه کړي دي.

په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵۰ تنه وژل شوي او نېږدې ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG