د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هند په سفر دی


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د روس ولسمشر ولاديمير پوتن نن (ډېسېمبر پر شپږمه) د هند په سفر ځي.

د دې سفر مهمه برخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ او وسلو سوداګانې وي.

د کورنا وبا خپرېدو وروسته دا د پوتن د يو بل هېواد ته دويم سفر دی. تر دې وړاندې نوموړی په جون مياشت کې په جنيوا کې له امريکايي ولسمشر جو یایډن سره ليدلي ول.

دا سفر په داسې حال کې دی چې هند د پينځه اعشاريه څلور اربه امريکايي ډالر په ارزښت له روسه د اېس ۴۰۰ فضايي دفاعي ميزايل سیسټم ترلاسه کول پیل کړي دي.

د پوتین او هندي وزيراعظم نرېندرا مودي ترمینځ به د ډېسېمبر پر شپږمه ماښام مهال لیده کاته کېږي. د هند د خارجه چارو وزير پر ټوېټر پاڼه ليکلي دي چې د دفاعي همکارۍ او وړو وسلو اخیستو په لړ کې به يو شمېر قراردادونه او تړونونه لاسليکېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG