د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او روس ولسشمران ویډیويي‌ غونډه کوي

سپینې ماڼۍ او کريملين پخلی کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د ډېسېمبر پر اوومه د اوکراین او نورو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره یوه خوندي ویډیويي غونډه وکړي. (انځور: ارشیف)

سپینې ماڼۍ او کريملين پخلی کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د ډېسېمبر پر اوومه د اوکراین او نورو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره یوه خوندي ویډیويي غونډه وکړي.

دا ورچول يا انلان ناسته په داسې حال کې کیږي چې واشنګټن او کییف وايي، مسکو په لویدیځ کې د ټانکونو او درنو وسلو سره په لسګونو زره سرتیري ځاي پر ځاي کړي او کيداي شي چې د جنوري په پیل کې د برید پلان جوړ کړي.

سپینې ماڼۍ د ډېسېمبر پر څلورمه وویل، "ولسمشر بایډن به له اوکراین سره پر پوله د روسیې د پوځي فعالیتونو په اړه د امريکا اندیښنې شريکي کړي او د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره به د امريکا ملاتړ بیا تایید کړي."

سپینې ماڼۍ وویل چې دواړه مشران به د یو لړداسې موضوعاتو په اړه خبرې وکړي چې د ستراتیژیکو اټومي وسلو، انټرنټي بریدونه او سیمه ییزې مسلې هم پکې شاملې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG