د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر د امر هرکلی کړی


ویسټ یادونه کړې چې په دې برخه کې نور کار ته اړتیا شته
ویسټ یادونه کړې چې په دې برخه کې نور کار ته اړتیا شته

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان هرکلی کړی، خو ویلې یې دي، ډېر څه نور باید ترسره شي.

ویسټ پر خپله ټویټرپاڼه د فرمان د هغې برخې یادونه کړې چې د واده په اړه د ښځې رضایت په کې تامین شوی او دا حق ورکړل شوی چې له چا سره واده وکړي.


ویسټ یادونه کړې چې په دې برخه کې نور کار ته اړتیا شته او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ښوونځیو، کارځای، سیاست او رسنیو په ګډون د ټولنې نورو برخو کې هم د ښځو حقونه رعایت کیږي.

ملاهبت الله اخوندزاده د ډېسېمبر پر درېیمه د ښځو او نجونو د یوشمېر حقونو په اړه فرمان ورکړ.

د دغه شپږ ماده ییز فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجلۍ رضا اړینه ده.
په یوه بله ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې ازاد او اصیل انسان دی او باید په بدو کې ورنه کړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ګڼ شمېر نجونې او ښځې له تعلیم او کاره بې برخې شوې. طالبان وایي، د وخت په تېریدو به دا حقونه هم تامین شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG