د لاسرسي ځای

تازه خبر

خاقان عباسي په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ سبب د عمران خان حکومت وباله


د پاکستان پخوانی وزیراعظم شاهد خافان عباسي
د پاکستان پخوانی وزیراعظم شاهد خافان عباسي

د مسلم لیګ ن مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خافان عباسي ویلي د تحریک انصاف حکومت کې ګراني ورځ تر بله سېوا کېږي او پاکستان د هغه ملکونو په فهرست کې پر درېیم نمبر راغلی چې ګراني پکې سېوا شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په تاریخ کې په لومړي وار د امریکایي ډالر نرخ تر ۱۷۶ روپیو بره ختلی دی او د اقتصادي چارو څېړونکي وايي د ډالر نرخ به راتلونکیو ورځو کې نور هم په بره خېژي او ورسره به ګراني هم سېوا کېږي.

د پاکستان مخکیني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي د پاکستان تحریک انصاف حکومت د ناسمو اقتصادي پالیسیو لوجې پاکستان دا وخت له یوشمېر مسلو سره مخ دی او ګراني ورځ تر بله سېوا کېږي چې ورسره د بې وزله ولس لپاره ژوند کول ګران شوی دی.

نو په داسې حال کې د دې مسلو نه د راوتلو یوازینۍ لار دا ده چې په دې هېواد کې تازه پاکې او بې پرې ټولټاکنې وکړل شي او وزیراعظم خان دې له خپلې څوکۍ استعفا ورکړي.

د نوموړي زیاته کړه: ((نن د پاکستان حالات تر دې رارسېدلي دي که په مجموعي ډول د حکومت د درېو کلونو د ګرانۍ شرح وکتل شي نو د هر څیز نرخ کم نا کم سل فيصده ګران شوی دی. د غریب کس د استعمال په څیزونو کې سل فيصده زیاتوالی شوی دی نو نن د دې ملک دا حالات دي نو زه ویل غواړم چې د دې مسلو څخه د راوتلو یوازینی حل د پاکو او رڼو ټولټاکنو لار ده چې ژر تر ژره په دې هېواد کې نوي انتخابات وکړل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ډیسېمبر په دویمه نېټه په اسلام اباد کې د سیکو (کرنسیو) د پېر او پلور سکای اېکسچېنج یوه غړي مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان په تاریخ کې په لومړي وار د روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ دومره بره ختلی دی او په ازاد بازار کې یو ډالر په یو سل شپږ اویا روپۍ پینځه شپېته پیسې اخیستل کېږي او په یو سل اته اویا روپۍ پلورل کېږي.

په پېښور کې د اقتصادي چارو تجزیه کار سید قیوم مشال راډیو ته وویل، چې په پاکستان کې د ډالر نرخ ځکه په بره خېژي چې د دې هېواد درامدات سېوا شوي دي.

د نوموړي په خبره: ((د ډالر نرخ ځکه بره روان دی چې پاکستان له نړۍ سره کاروبار په ډالرو کې کوي نو په دې وجه د ډالر نرخ بره وختو نو هله به دلته د ډالر نرخ راکمېږي چې پاکستان خپل برامدات سېوا کړي. راتلونکو ورځو کې به د ډالر نرخ نور بره خېژي او ورسره به ګراني هم سېوا کېږي.))

بل پلو د ډيسېمبر په دویمه د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د دې ګرانۍ زمه وار د پاکستان مسلم لیګ ن حکومت وګرځاوه او وویل، دی شاهد خاقان عباسي ته بلنه ورکوي چې راشي او لومړی ځان په نظام پوهه کړي نن د دوی د ناسمو کارونو او پالیسیو لوجې په دې هېواد کې ګراني جوړه شوې او شاهد خاقان عباسي ته چې کله د ګیس وزارت ورکړل شو نو په هغه د یوې روپۍ قرضه هم نه وه خو چې کله نوموړي دغه وزارت پرېښودو نو یو سل اووه پينځوس اربه روپۍ قرضه يې پرېښوده.

بل پلو د نومبر پر درېیمه نېټه وزیراعظم عمران خان قام ته په خپله وینا کې ویلي ول چې له دوی سره د ولس د غریبۍ او د دې ګرانۍ احساس دی نو حکومت يې د اوړو، غوړو او دالو په نرخونو کې د یو سل شل اربه روپیو رعایت (سبسيډي) ورکړ او دغه خوارکي توکي به ۳۰ فيصده په ارزانه بیه ترلاسه کېږي.

XS
SM
MD
LG