د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د اليکټرانکي مشينانو کارولو پرسر د حکومت او انتخاباتي کمیشن ناندرۍ


د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير په لومړي ځل د دې هېواد انتخاباتي کميشن له خوا په ټاکنو کې د اليکټرانکي مشين د استعمال په اړه د درې تخنيکي کميټيانو د جوړولو ګام ستايلی دی.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت او انتخاباتي کميشن ترمنځ له شاوخوا یو کال راهيسې په ټاکنو کې د رايې اچونې لپاره د اليکټرانکي مشينانو د استعمال پر سر اختلافات دي.

حکومت د نومبر پر ۱۷مه نېټه د پارلمان په ګډه غونډه کې د ۲۰۱۷ز کال انتخابي اصلاحاتو قانون کې په ترميم کولو سره په راتلونکو ټاکنو کې د اليکټرانکي مشينانو د کارولو قانون منظور کړ. حزب اختلاف پر دې مهال د غونډې بايکاټ کړی وو.

حزب اختلاف وايي چې حکومت د اليکټرانيکي مشينانو له لارې په راتلونکو ټاکنو کې درغلي (داندلي) کول غواړي خو حکومت وايي چې د د رڼو ټاکنو د یقيني کولو لپاره يې په قانون کې ترميم کړی دی.

د قانون تر منظورۍ وروسته حکومتي وزیران په بیانونو کې پر انتخاباتي کميشن ټينګار کوي چې مشينان دې واخلي او په ضمنې او راتلونکې ټاکنو کې دې يې وکاروي. خو کميشن دريځ لري چې دا يو اوږد او پېچلۍ عمل دی او ژر نشي کولای چې مشينان واخلي او په ټاکنو کې يې استعمال کړي.

کميشن د مشينانو او بهر هېوادونو کې مېشتو پاکستانيانو ته د رايې ورکولو د حق په اړه د نومبر پر ۲۴مه نېټه درې تخنيکي کميټيانې جوړې کړې وې چې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چوهدري ستاينه کړې ده. نوموړي د ډېسېمبر پر دويېمه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې په ټاکنو کې د انتخاباتي کميشن د مشر او غړيو رول ډېر مهم وي او حکومت به يې هرډول مرسته کوي.

خو تر دې يوه ورځ وړاندې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه فواد چودري په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال دړکه ورکړې وه چې د ده په وينا، د عمران خان په مشرۍ د کابینې په غونډه کې فیصله شوې چې ښايي حکومت د هغو انتخاباتو لپاره پیسې ورنکړای شي چېرته چې ټاکنې د اليکټرانيکي مشينانو له لارې نه وي شوي.

د نوموړي پر دې خبره پر حزب اختلاف او ټولنيزو رسنيو زیات تنقيد وشو چې وروسته د ساينس او ټېکنالوجۍ وزیر شبلي فراز وويل چې په کابينه کې دغسې هېڅ پرېکړه نه ده شوې. خو د نوموړي دې وضاحت هم د حکومت د مخالفینو تسلي ونکړای شوه.

دلته پوښتنه راولاړېږي چې ایا حکومت کولای شي چې انتخاباتي کميشن ته د پیسو له ورکولو انکار وکړي؟

په اسلام ابادکې د يوې غير حکومتي څېړنيزې ادارې سېنټر فار پیس اېنډ ډيويلپمنټ انشييټيو مشر مختار احمد علي مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان انتخاباتي کميشن يوه خود مختاره اييني اداره ده چې د ټاکنو لپاره په ايين کې د پيسو د ورکړې ضمانت لري.

نوموړي د ډېسېمبر پر دويمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې کميشن به په يو ټاکل شوې موده کې انتخابات کوي او په ايين کې ويل شوي چې د پاکستان ټولې انتظامي ادارې ذمه واري لري چې په ټاکنو کې د کميشن مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې ان په ايين کې د پيسو د ورکړي ضمانت هم ورکړل شوی او حکومت به يې هرو مرو ورکوي.

(( د پاکستان پارلمان کمشین ته د پیسو پر ورکړه بحث کولای شي خو رايې اچونه ورباندې نشي کولای. دا پیسې معلومې او حتمي دي او خامخا به يې ورکوي.))

مختار احمد وايي چې حکومت د لنډې مودې لپاره پیسې درولای شي خو دا به بحران رامنځ ته کړي چې بلاخره به يې فيصله د انتخاباتي کميشن په حق کې کېږي.

فواد چودري انتخاباتي کميشن ته په اشاره سره پر ټويټر ليکلي چې د پارلمان فپصلې د ټولو ادارو لپاره لومړيتوب لري. کارپوهان فکر کوي چې د اليکټرانيکي مشينانو پر سر د حکومت او کميشن ترمنځ لانجه حل کېدای شي.

د پارلماني چارو پوه قريش خټک وايي چې په ظاهره داسې ښکاري چې حکومت هڅه کوي چې انتخاباتي کميشن متنازعه کړي خو د ده په وينا که حکومت وغواړي نو دا لانجه حلولای هم شي.

(( حکومت لانجه په دې صورت حلولای شي چې کميشن ته وخت ورکړي چې د اليکټرانيکي مشينانو سره پر اړونده چارو کار پیل کړي او که په راتلونکو عامو ټاکنو کې نه وي نو له هغه وروسته چې کوم کېږي په هغو کې مشينان استعمال کړي.))

د کارپوهانو په وينا، په ظاهره داسې ښکاري چې د عمران خان حکومت غواړي چې هرو مرو راتلونکي انتخابات د اليکټرانيکي مشينانو له لارې وشي. مختار احمد وايي که حکومت پر خپله دې خبره درېږي نو ورسره به ټاکنې متنازعه شي چې د ده په وينا، دا به د پرېشانۍ خبره وي.

((دا لانجه به بلاخره حلېږي ځکه ټاکنې کول د انتخاباتي کميشن اييني ذمه واري ده او اخري فيصله به کميشن کوي چې مشينان استعمال شي او که نه؟ او که کارول کېږي نو باید هر ځای استعمال شي او که نه په ځينو حلقو کې په ازمېښتي بنيادونو وکارول شي.))

د فواد چوهدري له تازه څرګندونو څخه داسې ښکاري چې حکومت خپل سخت دريځ نرم کړی دی خو کارپوهان فکر کوي چې د انتخاباتي کميشن د تخنيکي کميټيانو د رپورټونو چې ښايي په راتلونکو درې اوونيو کې بشپړ شي له په ډاګه کېدو سره به واضحه شي چې دا لانجه کومه بڼه خپلوي.

XS
SM
MD
LG