د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: پي ډي اېم پر شپږم دسمبر د حکومت خلاف مهمې پرېکړي کوي


د پي ډي اېم مشران مولانا فضل الرحمن او محمود خان اڅکزي د یوې جلسې پر مهال
د پي ډي اېم مشران مولانا فضل الرحمن او محمود خان اڅکزي د یوې جلسې پر مهال

د اپوزیشن ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل رحمان ویلي د ډیسمبر په شپږمه به د تحریک د مشرانو په غونډه کې د حکومت د رانسکورولو لپاره مهمې پرېکړی کوي.

په اسلام اباد کې د نومبر پر ۲۳مه نېټه د پاکستان جمهوري غورځنګ تر غونډې وروستو مولانا فضل الرحمن خبري کنفرانس ته وویل چې د نومبر پر ۱۷مه نېټه حکومت د پارلیمان په مشترکه غونډه کې په یو څو ګنټو کې د برېښنا مشین په ذریعه د ووټ اچولو په ګډون د ۳۳ قانونونو منظورول د پارلېماني ارزښتنو ضد کړنه وبلله او دا عمل یې پر پارلېمان د خندا په معنا تعبیر کړه.

د نوموړي په خبره یوه خوا الېکشن کمېشن دا قانون مسترد کړی او بلخوا دوی ټول سیاسي ګوندونه دا قانون نه مني او په عدالت کې د چېلنجولو پرېکړه یې کړه ده.

د نوموړي په خبره: ((حکومت چې طریقه او لار خپله کړې ده، دا د ټګۍ او درغلیو لار ده. دا قانون چې د اي وي اېم یا برقي مشین کوم قانون دی دا نړۍ مسترد کړی دی او موږ د دې له لارې د ووټونو اچولو خبره کوو نو موږ له ووټونو وړاندې دا درغلۍ او ټګۍ مستردوو.))

د مولانا فضل الرحمان په خبره ولس او سیاستوال یو ازاد او خپلواک انتخاباتي کمېشن لیدل غواړي چې په خپلو فیصلو کې خپلواکه وي خو د عمران خان حکومت د الېکشن کمېشن دغه خپلواکي د دې قانون له لارې ختمه کړه.

په پېښور کې خبریال او د سیاسي چارو شنونکي محمود جان بابر مشال راډیو ته وویل اپوزیشن ګوندونه حکومت له سخت وخت ورکوي او په دا رنګ بیانونو یواځې پر حکومت فشار اچوي.

د نوموړي په خبره: ((پي ډي اېم ته هم دا وخت مالوم دی چې هغوی د حکومت پرضد لوی مهم نه شي چلولی چې حکومت پرې ختم کړي نو دوی دا وخت د رای عامه جوړولو کوښښ کوي او دوی له دې حالاتو څخه ګټه پورته کوي چې پر حکومت فشار راولي خو اپوزیشن ګوندونه دا هم نه غواړي چې په دې وخت کې دې انتخابات وشي او حکومت دې چا ته وسپارل شي. د هغې لویه وجه دا ده چې دا وخت د نړۍ اقتصادي حالات ډېرخراب دي خو دوی یواځې دا غواړي چې د ولس مخ ته دا حکومت بې نقابه شي.))

دا له هغې وروستو چې پي ډي اېم د حکومت ضد وار له مخې احتجاجونه او مظاهرې شورو کړي او دریځ يې دی چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت راوستل شوی او دا په درغلیو جوړ دی نو باید چې عمران خان د وزیراعظمۍ له چوکۍ استعفا ورکړي او تازه انتخابات وکړي خو الېکشن کمېشن او حکومت وار په وار دا تورونه رد کړي او وايي د ۲۰۱۸ز کال ټولټاکنې پاکې او رڼې شوي دي.

بل پلو حکومتي وزیرانو په بیا بیا ویلي چې اپوزیشن ګوندونه د خپلو درغلیو پټولو لپاره رایوځای شوي دي او وزیراعظم عمران خان به خپله پنځه کلنه ائیني موده سر ته رسوي.

XS
SM
MD
LG