د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان راتلوونکو انتخاباتو کې د برقي مشینونو کارولو ته کتنه


عراق کې د رایو برقي مشین
عراق کې د رایو برقي مشین

د پاکستان انتخاباتو کمېشن وايي د رایو اچولو لپاره د برقي مشینونو (الیکټرانک ووټنګ مشین) د استعمال په اړه تفصیلات به د روانې دسمبر میاشتې تر پایه په ډاګه کړل شي.

د الیکشن کمېشن مرکزي ویاند هارون شینواري د دسمبر پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل چې په دې لړ کې درې بېلا بېلې کمېټۍ د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د برقي مشینونو د استعمال هر اړخیز جاج اخلي.

خو د نومبر په ۲۳مه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان جمهوري غورځنګ تر غونډې وروستو مولانا فضل الرحمن خبري کانفرنس ته وویل چې د رایو اچولو لپاره د برقي یا برېښنا مشینونو د استعمالولو د قانون پرضد به سپریم کورټ ته رجوع کوي. د دې تر څنګ پاکستان پیپلز پارټۍ او عوامي نیشنل ګوند هم د دې قانون مخالفت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت د نومبر پر ۱۷مه نېټه د پارلېمان د ګډې غونډې پرمهال په انتخاباتو کې د رایو اچولو لپاره د برقي مشینونو د استعمال قانون منظور کړی او وايي چې د قامي او صوبايي اسمبلیو په راتلونکیو ضمني او عامو انتخاباتو کې به دا مشینونه کاروي.

الیکټرانک ووټنګ مشین څه شی دی او څنګه کار کوي؟

په دې اړه په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو کمېشن یوه چارواکي خوشحال زاده د دسمبر پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل چې په نړیواله کچه د ووټونو اچولو لپاره بېلا بېل ډول برقي یا الیکټرانک ووټنګ مشینونه یعنې (اي وي ایم) کارول کېږي. د نوموړي په وینا دا یوه وړه برقي اله وي چې پکې د کمپیوټر چیپ یا کارډ په ذریعه د امیدوارانو او رایې ورکوونکیو معلومات اچول شوي وي.

خوشحال زاده وايي چې په تېرو انتخاباتو کې یاد کمېشن په ازمېښتې توګه یو ډول مشنیونه کارولي وو خو هغه د دوړې (ګرد) او ګرمۍ له وجې ډېر زر خرابېدل او کارکردګي یې هم د اطمینان وړ نه وه.

نوموړي هم دا راز وویل چې دا مشنیونه به دوه، دوه استعمالېږي، یعنې یو مشین به له انتخاباتي عملې سره وي او دویم به د رایې استعمالولو په ځای کې لګېدلی وي چې رایې ورکوونکي به یې کاروي. دی وايي چې که په یو پولنګ سټېشن کې د رایې اچونې څلور ځایونه وي نو د هغې لپاره به اته مشینونه پکار وي.

په انتخاباتو کې د برقي مشین په ذریعه د رایې اچولو په اړه خوشحال زاده وویل:

''په پولنګ سټېشن کې به اول د رایې ورکوونکي د شناختي کارډ او ووټ تصدیقېږي او له هغې وروسته به د رایې اچونې ځانګړي ځای ته ورځي. هلته به یو سکرین لګېدلی وي چې پکې به تر لسو پورې د امیدوارانو نومونه او د هغوی انتخاباتي نښې ښکاري. رای ورکوونکی چې په هغه کې کوم یو خوښوي د هغه په نوم به بټن ووهي چې د دې رای ورکوونکي له خوا د ده د خوښې امیدوار په نوم به یو ووټ چاپ شي او د ووټونو پېټۍ یا بېلټ بکس ته به وغورځېږي.''

خوشحال زاده هم دا راز وویل چې د برقي مشینونو په وسیله د رایو اچولو عمل ډېر پېچیده دی او په دې د عامو خلکو پوهولو ترڅنګ به په پولنګ سټېشن کې د بجلۍ او انټرنیټ سهولتونه برابرول هم پکار وي.

خو په پاکستان کې د ازادو او شفافو انتخاباتو لپاره کارکوونکې غیر سرکاري ادارې، فري اینډ فيیر الیکشن نیټ ورک (فافین) یو چارواکي سرور باري د دسمبر په اوله نېټه مشال رېډیو ته وویل چې د رای اچولو لپاره د برقي مشینونو استعمال به په اول سر کې مشکل وي خو له وخت سره سره به په دې کې اصلاح او سهولت رامینځ ته کېږي او پکار ده چې د انتخاباتي درغلیو مخنیوي لپاره دا قانون عملي شي.

نوموړی وايي چې د ازادو او شفافو انتخاباتو لپاره که ځینې اقدامات وشي لکه د مثال په توګه ټولو امیدوارانو او ګوندونو ته د انتخاباتي کمپاین لپاره یو شان موقع برابرول، پولنګ سټېشنونو ته له فشار او ویرې ترهې بغیر د رایو ورکوونکيو تګ او د بېلا بېلو ادارو لخوا په انتخاباتي عمل کې بې ځایه مداخلت مخنیوی یقیني شي نو په پولنګ سټېشن کې دننه د درغلۍ مخینوي لپاره بیا د برقي مشینونو کارول ډېر موثر دي. دی وایي:

''د الیکټرانک ووټنګ مشین په وسیله د رایو اچولو عمل تر ډېره حده شفاف جوړېدلی شي. زموږ د حساب کتاب مطابق پولنګ سټېشن ته د رای ورکونکي له ننوتلو څخه تر د انتخاباتي نتیجو د اعلان پورې ۲۵ داسې موقعې دي چې پکې د درغلۍ امکانات شته خو د رایو اچولو د برقي مشین په وجه دې کې په ۲۴ موقعو د درغلۍ مخینوی کېدای شي. باقي که مشین نه وي نو په دې کې انسان درغلي کولی شي.''

سرور باري زیاتوي چې که یوڅوک په هر حال کې درغلي کوي نو د هغوی مخنیوی ګران دی خو بیا هم د انسانانو په نسبت په مشینونو کې د درغلۍ امکانات کم وي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن ویاند هارون شینواری وايي چې په پاکستان کې د رایو ورکونکیو ټوله شمېره څه د پاسه ۱۱ کروړه ده چې پکې له شپږو کروړو زیات د سړیو او څه د پاسه پینځه کروړه د ښځو ووټونه دي. د نوموړي په وینا انتخاباتي کمېشن لږ تر لږه د ۱۲۰۰ کسانو لپاره یو پولنګ سټېشن جوړوي او په هر یو کې یې د رایو استعمالولو لږ تر لږه څلور، څلور ځایونه وي چې په یو، یو کې ۳۰۰ کسان خپل ووټونه استعمالولی شي.

هارون شینواري زیاته کړه چې د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې ۸۵۰۰۰ د رایو اچولو مرکزونه یا پولنګ سټېشنونه ول.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG