د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: ناټو افغانستان کې د داعش په مبارزې تمرکز لري


د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، د ناټو متحدین په افغانستان کې د داعش خراسان په ګډون له ترهګرو ډلو سره په مبارزې باندې تمرکز لري.

انتوني بلېنکن دا خبره د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته کړې ده.

بلېنکن ویلي: "په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له ختمېدو درې میاشتې وروسته متحدین د داعش خراسان په ګډون له ترهګرۍ سره په مبارزې باندې متمرکزه دي او موږ هڅه کوو چې د ناټو لپاره یوه نوې ستراتېژيکه تګلاره برابره کړو څو ډاډمنه شي چې متحدین په یوه بدلېدونکې نړۍ کې نویو ګواښونو سره د مبارزې لپاره چمتو دي."

بلېنکن له افغانستان د خلکو د را ایستلو په ماموریت کې د ناټو له غړو مننه وکړه چې په ګډه‌ یې له امریکا سره د څه باندې ۱۲۰ زره کسانو په را ایستلو کې مرسته وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG