د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د سیند د وکیلانو ټولنې سېکرټر ووژل شو


د کراچۍ پولیسو چارواکي وايي، مهر خپل بچي ښوونځي ته رسولي ول او کور ته پر لار وو چې ورباندې حمله وشوه.
د کراچۍ پولیسو چارواکي وايي، مهر خپل بچي ښوونځي ته رسولي ول او کور ته پر لار وو چې ورباندې حمله وشوه.

د کراچۍ د ښار پولیسو یوه مشر قمر رضا جسکاني مشال راډیو ته وویل، د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه سهار شاوخوا اته بجې پر موټرسایکل سپرو وسله والو په ګلستان جوهر سیمه کې د عرفان علي مهر پر ګاډي ډزې وکړې او هغه یې ژوبل کړ.

د ده په خبره، مهر خپل بچي ښوونځي ته رسولي ول او کور ته پر لار وو چې ورباندې حمله وشوه.

جسکاني وايي، نوموړی روغتون ته د انتقالېدو پر وخت ومړ.

د کراچۍ د وکیلانو ټولنې د نوموړي د وژنې پرضد د احتجاج په توګه د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه کاربندیز اعلان کړی دی او له حکومته یې غوښتي دي چې په برید کې دې ککړ کسان ونیسي.

تر اوسه معلومه نه ده چې مهر چا او ولې وژلی دی خو پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG