د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب چارواکي: ننګرهار کې دوه تنه داعش وسله وال په نښته کې وژل شوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ننګرهار کې طالب چارواکي وایي چې د جلال اباد لومړۍ ناحیې اړوند زنګویي سیمه کې یې د داعش وسله والو په استوګنځي عملیات ترسره کړي چې د نښتې پر مهال یې دوه تنه داعش وسله وال وژلي او یو تن یې ژوندی نیولی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو تن کارکوونکي رسنیو ته په استولي پېغام کې پېښه تاییدوي او زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د دوی امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ذکر وړ ده چې یا عملیات د جلال اباد ښار زنګویي سیمه کې په يوه کور د سهار په درې نیمو بجو پیل شوي وو او د سهار تر اتو بجو پورې یې دوام وکړ چې د سپکو او درنو وسلو د ډزو اوازونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې اورېدل کېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG