د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې دوه عسکر وژل شوي‌


د پوځ د عامه اړيکو ادارې "ای اېس پي ار" د نومبر پر ۲۷مه ناوخته په یو بیان کې ويلي چې برید د نومبر پر ۲۷مه نېټه په دته خېلو کې پر پوځي پوسته شوی دی.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې "ای اېس پي ار" د نومبر پر ۲۷مه ناوخته په یو بیان کې ويلي چې برید د نومبر پر ۲۷مه نېټه په دته خېلو کې پر پوځي پوسته شوی دی.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو په بريد کې د دوی دوه عسکر وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې "ای اېس پي ار" د نومبر پر ۲۷مه ناوخته په یو بیان کې ويلي چې برید د نومبر پر ۲۷مه نېټه په دته خېلو کې پر پوځي پوسته شوی دی.

اعلاميه زیاتوي چې په بريد کې د چترال اوسېدونکی ۲۲ کلن نيک رحمان او د ټانک اوسېدونکی ۲۲کلن لاینس نايک نيک عارف وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په سيمه کې يې د وسله والو د لټون عمليات پیل کړي دي. د بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې په دې وروستيو کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ د لومړیو خبرو اترو په نتيجه کې د ډېسېمبر تر نهمې پورې ډز بندي اعلان شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG