د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، په ایران کې د سولييزه مظاهرچيانو پرضد تشدد اندېښمن کړي دي


د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نيډ پرايس پر ټویټر پاڼه ليکلي چې د سولييزه مظاهرچيانو پرضد پرتشدده کاروايي په ژوره توګه اندېښمن کړی دی.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نيډ پرايس پر ټویټر پاڼه ليکلي چې د سولييزه مظاهرچيانو پرضد پرتشدده کاروايي په ژوره توګه اندېښمن کړی دی.

امريکا د ايراني حکومت له خوا د هغو مظاهره چيانو پرضد پر کاروايي ژوره اندېښنه ښودلې چې په دې هېواد کې يې د اوبو د سختې کمۍ له کبله احتجاج کاوه.

د ايران امنيتي ځواکونو د هغو مظاهره چيانو پرضد اوښکې بيوونکی ګېس استعمال کړی چې دوی يې په ډبرو ویشتل.

د احتجاج کوونکو شمېر نېږدې ۵۰۰ وو چې د اصفهان ښار په منځ کې تېرېدونکي زایند روډ پر وچه شوې برخه ولاړ وو او مظاهره يې کوله.

د ايراني پوليسو يو مشر حسن کريمي د نومبر پر ۲۷مه نېټه ويلي، دوی د مظاهرې ۶۷ مهم مشران او پارونکي کسان نیولي دي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نيډ پرايس پر ټویټر پاڼه ليکلي چې د سولييزه مظاهرچيانو پرضد پرتشدده کاروايي په ژوره توګه اندېښمن کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د ايران خلک حق لري چې د خپلو ناهيليو په اړه غږ پورته کړي او د حکومت محاسبه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG