د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان بحث کوي


د ناټو عمومي منشي ینز ستونتلبرګ تېر ماښام په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د وروسته حالت په اړه بحث وشي.
د ناټو عمومي منشي ینز ستونتلبرګ تېر ماښام په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د وروسته حالت په اړه بحث وشي.

په پام کې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې اونۍ په غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث وشي.

دا غونډه د نومبر پر ۳۰مه او د ډسمبر په لومړۍ نېټه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې جوړېږي.

د ناټو عمومي منشي ینز ستونتلبرګ تېر ماښام په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د وروسته حالت په اړه بحث وشي.

ده وویل، د بهرنیو چارو وزیران به پر افغانستان هم بحث وکړي، په اګست میاشت کې د افغان حکومت او وسله والو ځواکونو له ناڅاپي ړنګېدو وروسته ما د ناټو د ونډې په اړه یوه هراړخیزه ارزونه پیل کړه."

ستونتلبرګ ونه ویل چې د ناټو د غړو هېوادونو وزیران به د افغانستان په اړه پر کومو مشخصو مسایلو خبرې وکړي خو یادونه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو لپاره د طالبانو بیا راتګ یوه غميزه ده.

ناټو او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف نورو غړو هېوادونو خپل ځواکونه د روان کال د اګست په ۳۱مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو دوه اونۍ وروسته وایستل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG