د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د نښتې پر مهال یو وسله وال وژل شوی


د افغانستان په کندهار ولایت کې د دوو وسله والو حمله کوونکو او طالبانو ترمنځ په ډزو کې یو وسله وال وژل شوی او یو ژوندی نیول شوی دی.

په دغه پېښه کې دوه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو یوې مطبوعاتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط مشال رادیو ته وویل چې دا پېښه د نومبر پر ۲۵مه د لومړۍ حوزې په شهیدانو څلورلاري کې شوې.

د سرچینې په خبره دوو وسله والو موټر سایکل سپرو په سیمه کې په ګزمه بوختو طالبانو باندې ډزې کړي خو په ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی او یو ژوندی نیول شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG