د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټېکسونو او بجلۍ نرخ کمولو لپاره د ټول پاکستان پټرول پمپونو اتحادیې هړتال


په کوټه کې خلک د پټرول اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ دي
په کوټه کې خلک د پټرول اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ دي

له نومبر ۲۵مې څخه په ټول پاکستان کې د پټرول پمپونو د مالکانو اتحادیې د هړتال اعلان کړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د پیټرول پمپ اسوسییېشن جنرل سیکټري ګل نواز اپرېدي د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل دا هړتال به تر هغې جاري وي چې حکومت ورته ټېکسونه او د بجلۍ نرخونه کم کړي نه وي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت ټېکسونه، د بجلۍ بیلونه او د مزدورانو دیاړي زیات کړی چې په نتیجه کې یې دوی له تاوان سره مخ دي او روزګار پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

په پټرول پمپ ایسوسي ایشن کې په ټول پاکستان کې له ۱۳۰۰۰ او په خیبر پښتونخوا کې تر ۱۵۰۰ څخه زیات پټرول پمپونو مالکان شامل دي.

بلخوا حکومت وايي چې له یادې اتحادیې سره یې خبرې اترې روانې دي او هیله ده چې دوی به هړتال ختم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG