د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې دوه پولیس د عملیاتو پر مهال وژل شوي


پېښور کې یو پولیسوال د ډیوټۍ پر مهال

بېګا د شپې پرمهال په حیات آباد کې د لټون عملیاتو پر مهال د وژل شويو دوو پولیسوالو جنازه په پولیس لاین پېښور کې وشوه.

په دغه مهال د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جا انصاري له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د حیات اباد فېز ۷ کې بېګا شپه په یوه کور کې په جرمونو د ککړو مشکوکو کسانو په اړه د اطلاع پر اساس عملیات کېدل چې دا پېښه رامنځ ته شوه او دوی دوه پولیس وال پکې ووژل شول.

دی وايي، په عملیاتو کې پر پولیسو د ‌ډزو بریدکوونکيو په ګډون اووه کسان نیول شوي دی او وسله یې هم ترې نیولې ده.

د دې پېښې په باب د پولیسو بیان کې ویل شوي چې له نیول شويو ملزمانو نورې پلټنې هم رواني دي.

XS
SM
MD
LG