د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغتیا نړیوال سازمان: ښايي اروپا کې د کویډ-۱۹ له وبا زرګونه نور کسان ومري


دا په داسې حال کې ده چې په اروپايي هیوادونو کې د وایرس ځپلو شمېره پورته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په اروپايي هیوادونو کې د وایرس ځپلو شمېره پورته شوې ده.

روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې د مارچ تر میاشتې پورې په اروپا کې نور ۷۰۰۰۰ کسان له کووېډ- ۱۹ ناروغۍ څخه مړه کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپايي هېوادونو کې د کویډ-۱۹ وړجنو شمېره پورته شوې ده.

ډبلیو اېچ او د نومبر پر۲۳مه وویل چې د سازمان د اروپايي سیمې په ۵۳ هېوادونو کې وبا تر اوسه له ۱،۵ میلیونه څخه ډېر کسان مړه کړي او کېدای شي چې په ژمي کې دغه شمېره ۲،۲ میلیونه ته پورته شي.

د دې په نتیجه کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د سیمې د ۴۹ هېوادونو په روغتونونو کې د جدي پاملرنې په یونټونو کې ښايي د ناروغانو بار ډېر شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپايي سیمه کې روسیه، پخواني شوروي هیوادونه او ترکیه شامل دي.

سازمان ویلي چې په اروپا کې یو لوی شمېر غیر واکسین شوي خلک او همدارنګه د ناروغۍ پروړاندې د واکسین په اغیزمنتوب باور کمېدل او وړې وړې ناروغۍ په سیمه کې د وایرس د خورېدو په لاملونو کې شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG