د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او اروپا به ډېر ژر پر بېلاروس اقتصادي بندیزونه ولګوي


د امریکا یوه لوړپوړې دیپلوماته او د بېلاروس لپاره د دې هېواد ځانګړې استازې جولي فېشر
د امریکا یوه لوړپوړې دیپلوماته او د بېلاروس لپاره د دې هېواد ځانګړې استازې جولي فېشر

امریکا او اروپا به ژر پر بېلاروس نور اقتصادي بندیزونه ولګوي.

دوی پر بېلاروس تور لګوي چې له اروپا سره ګډه پوله کې یې په لوی لاس د کډوالۍ ناورین رامنځته کړی دی.

د امریکا یوې لوړپوړې دیپلوماتې او د بېلاروس لپاره د دې هېواد ځانګړې استازې جولي فیشر د نومبر پر ۲۲مه وویل، د بېلاروس او اروپا سرحد کې د کډوالۍ د ناورین ټول مسولیت د بېلاروسي واکمن الکساندر لوکاشینکا پر غاړه دی.

مېرمن فیشر د وېلسن مرکز یوه کانفرانس ته وویل، د دغه ناورین له کبله زرګونه کډوال بد حالت کې ژوند کوي او په خبره یې لوکاشینکا باید خپل چلند بدل کړي.

نوموړې وویل، امریکا او اروپایي ټولنې په ډاګه کړې چې ژر به له کډوالو د ناوړه استفادې په خاطر پر بېلاروس بندیزونه ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG