د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د علي وزیر د ضمانت پر درخواست اورېدنه ومنله


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر د پروفیسر ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون پر مهال د هغه له مور سره ناست دی. ۲۰۱۹، ۰۳ فبروري
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر د پروفیسر ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون پر مهال د هغه له مور سره ناست دی. ۲۰۱۹، ۰۳ فبروري

د پاکستان سپريم کورټ له جنوبې وزيرستانه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ علي وزير د ضمانت درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړی دی.

د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډه پور د نومبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې د علي وزير په ضمانت خوشې کېدو لپاره یې تېره اوونۍ سپريم کورټ ته بیړنی خواست وړی وو .

نوموړی وايي، عدالت یې خواست ومنلی او د نومبر پر ۲۶مه به یې په سپریم کورټ اسلا م اباد کې د درې کسيزه ججانو یو بینچ (جرګګۍ) اورېدنه کوي.

د نوموړي په وینا د اسلام اباد سپریم کورټ ته یې د سږني کال په جون میاشت کې ځکه خواست وړی وو چې د سپريم کورټ په کراچۍ رجسټرۍ کې یې درې کسیزه بینچ نه پوره کېدو.

تر دې وړاندې د علي وزير د ضمانت لپاره د هغه وکيل قادر خان اېډوکېټ د سپريم کورټ په کراچۍ رجسټرۍ کې د سږني کال د جون مياشت کې هم خواست وړاندې کړی وو او د جون پر ۲۵مه نېټه د سپريم کورټ په کراچۍ رجسټري کې یې د ۲۰۲۰ز کال پر ۶م دسمبر د سهراب ګوټ د پي ټي اېم غونډې ته د علي وزير د کړې وينا ژباړه وړاندې کړې وه خو بیا یې تر اوسه بله اورېدنه نه ده شوې.

یاده دې وي چې د سيند های کورټ دوه کسیزه بینچ او د کراچۍ په زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزير په ضمانت د خوشې کېدو خواست رد کړی وو خو له علي وزير سره په قضيه کې ګرفتار د پي ټي اېم د کراچۍ ټول غړي د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په ضمانت پرېښودل او يوازې علي وزير پکې له تېرو ۱۱ مياشتو راهیسي د کراچۍ په لوی زندان کې بندي دی.

بلخوا د نومبر پر ۸مه نېټه دمنظور پشتين تر اعلان وروستو پي ټي اېم د علي وزير د خوشې کېدو لپاره د هېواد په بېلا بېلو ښارونو او سيمو کې د احتجاج نوې لړۍ پيل کړې ده او د نومبر پر ۱۴مه پي ټي اېم د عوامې نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مرسته په کراچۍ، پېښور او کوټه کې لويې احتجاجي مظاهرې وکړې او د پاکستان له حکومته يې غوښتي چې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون د غورځنګ ټول نيول شوي غړي او پلویان دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.

دپي ټي اېم مشر منظورپشتين په وينا د نومبر پر ۲۶مه نېټه په کوټه، د دسمبر پر ۵مه نېټه به په ټانک او د دسمبر پر ۱۹مه نېټه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې کوي او د دسمبر پر ۲۶مه به پي ټي اېم د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي.

علي وزير د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو نيولی وو او د هغه پرضد د پروسږ کال د دسمبر پر ۶مه د کراچۍ په سهراب ګوټ جلسه کې پوليس تور پورې کوي چې د رياست او ریاستي ادارو پرضد يي ويناکړې وه خو پې ټي اېم د پوليسو دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او پرامنه لارې د پښتنو حقونه غواړي.

XS
SM
MD
LG