د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت په افغانستان کې رسنیو ته نوې کړنلاره ورکړې ده


کابل کې يوه خصوصي رسنۍ
کابل کې يوه خصوصي رسنۍ

د طالبانو حکومت د نومبر پر ۲۱مه د افغانستان رسنیو ته پر اتو مادو مشتمله نوې کړنلاره ورکړې ده.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ټېلیویژنونو ته ویلي چې باید د دوی په خبره د شریعت او افغاني ارزښتونو خلاف فلمونه، مزاحیه او تفریحي پروګرامونه او داسې ډرامې خپرې نه کړي چې چاته سپکاوی شوی وي یا ښځو پکې اداکاري کړې وي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې ښځینه خبریالانې دې حجاب کوي او ټېلیویژنونه دې داسې فلمونه نه خپروي چې د پيغمبرانو او اصحابو تمثیل پکې شوی وي او تصویري بڼه ولري.

ګڼو شمېر افغان خبریالانو په تېره بیا بهر مېشتو هغو د طالبانو د حکومت دا ګام د رسنیو د ازادۍ محدودول بللي دي.

د طالبانو د حکومت امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر مشال راډیو ته وویل چې دا کړنلاره د رسنیو او بیان ازادي نه محدودوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG