د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې پر پرېډ ګاډی ورختلی پینځه تنه مړه ګڼ ژوبل


سور موټر خلک لاندې کوي
سور موټر خلک لاندې کوي

د امریکا په وېسکانسين ایالت کې بېګا د کرسمس پر پرېډ یو ګاډی ورختلی، پینځه تنه یې وژلي او لږترلږه ۴۰ نور چې ماشومان هم پکې دي، ټپيان کړي دي.

د وېسکانسین ایالت د واوکېشا سیمې پولیس وايي چې د مړینې شمېر زیاتېدلای شي.

د سیمې د پولیسو یوه چارواکي وویل چې په دې پېښه کې یې یو مشکوک کس نیولی او موټر هم د پېښې له ځایه ایستل شوی دی.

د واوکېشا د پولیسو قوماندانۍ پر خپله فېس‌بوکپاڼه په پېښه کې تر دې مهاله د پینځو کسانو مړینه او د ۴۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي، خو زیاتوي چې اوس‌مهال د معلوماتو په راټولولو بوخت دي، او د مړینې شمېره اوښتلای شي.

بېګا یوه موټر د امریکا په ویسکانسن ایالت کې د کرسمس په مناسبت د پرېډ په مراسمو کې خلک لاندې کړل
بېګا یوه موټر د امریکا په ویسکانسن ایالت کې د کرسمس په مناسبت د پرېډ په مراسمو کې خلک لاندې کړل

په بیان کې راغلي چې ګڼ کسان په خپلو امکاناتو د سیمې روغتونونو ته رسول شوي دي.

د پولیسو قومانداني زیاتوي چې وضعیت د بدلون په حال کې دی او د پېښې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

په هغو وېډیوګانو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې دي یو سور موټر لیدل کېږي چې د کرسمس د پرېډ پر ګڼه ګوڼه ورننوځي.

یوه وېډیو ښيي چې دا جیپ موټر د لېسې زده‌کوونکي لاندې کوي او په بله یوه کې د موټر چلوونکی په داسې حال کې لیدل کېږي چې د نڅېدونکو زده‌کوونکو ډله لاندې کوي.

د واوکېشا د پولیسو قوماندان ډان تامپسن وویل دوی تر اوسه نه‌پوهېږي چې په پېښه کې به د ترورېزم لاس وي که نه.

هغه موټر چې د کرسمیس پریډ ته په ولاړو خلکو ختلی
هغه موټر چې د کرسمیس پریډ ته په ولاړو خلکو ختلی

هغه زیاته کړه چې یو پولیس افسر پر موټر ډزې وکړې، خو چا ته‌یې زیان نه‌دی اړولی.

د تامپسن په وینا پولیس فکر نه‌کوي چې له موټره به هم ډزې شوې وي.

له دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې د موټر چلوونکي هم ډزې کړې دي.

سپینې ماڼۍ وویل ولسمشر جو بایډن ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د ولسمشر دفتر ویلي چې سپینه ماڼۍ د واوکېشا پېښه له نږدې څاري.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې پر پېښه خپګان څرګند شوی او ویل شوي دي چې په دې اړه د وېسکانسین ایالتي او سیمه‌ییزو چارواکو ته سپارښتنه شوې چې د پېښې زیانمنو ته مرستې ورسوي.

په امریکا کې دې ته ورته پېښې پخوا هم شوي.

په ۲۰۱۵ کال کې د اوکلاهما ایالت په سټل واټر ښار کې څلور کسان مړه او ۴۶ نور هغه مهال ټپیان شول چې یوې چلوونکې مېرمنې هغه خلک لاندې کړل چې د یوه سپورتي ټیم د راستنېدو لپاره هرکلي ته ولاړ وو.

هغه زیاته کړه چې یو پولیس افسر پر موټر ډزې وکړې خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG