د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوډان پوځ سلا شوی چې وزیراعظم پر خپله څوکۍ بحالوي


په سوډان کې مدني فعالان غوښتنه کوي چې پوځ دې په مکمله توګه له سیاسته لاس واخلي.
په سوډان کې مدني فعالان غوښتنه کوي چې پوځ دې په مکمله توګه له سیاسته لاس واخلي.

رپورټونه وايي، د سوډان پوځ پر دې سلا شوی چې لرې کړل شوي وزیراعظم عبدالله همدوک به پر خپله څوکۍ بېرته بحال کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۵مه د پوځي کودتا په نتیجه کې همدوک له واکه تر لرې کېدو وروسته په سوډان کې تر څو اوونیو ناارامي وه.

د امه ګوند مشر فضل الله برما ناصر ویلي، د حکومت او پوځ استازي پر دې هم سلا شوي چې د اکتوبر ۲۵مې د پوځي کودتا وروسته نیول شوي چارواکي او سیاستوالان به خوشي کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د تړون له مخې به عبدالله همدوک د ټیکنوکرېټک حکومت مشري کوي.

ناصر دا هم وویل چې د تړون په اړه به اعلامیه د نومبر پر ۲۱مه ناوخته خپره شي.

په سوډان کې مدني فعالان غوښتنه کوي چې پوځ دې په مکمله توګه له سیاسته لاس واخلي.

همدوک له پوځي کودتا راهیسي په کور کې نظر بند دی. په سوډان کې په ۲۰۱۹م کال کې امرانه مشر عمر ال بشیر له واکه لیرې کړل شو او اوسنۍ پوځي کودتا ته داسې کتل کېږي چې دا جمهوري حکومت ته د واک انتقالولو په لړ کې خنډ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG