د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي، په خلیج فارس کې یې یوه کښتۍ د ډیزلو قاچاق په تور نیولې


ایران وايي، تر یو لاک ۵۰ زره لیټره زیات ډیزل تر لاسه کړي او د بېړۍ ۱۱ کسیزه بهرنۍ عمله یې عدالت ته وړاندې کړې ده.
ایران وايي، تر یو لاک ۵۰ زره لیټره زیات ډیزل تر لاسه کړي او د بېړۍ ۱۱ کسیزه بهرنۍ عمله یې عدالت ته وړاندې کړې ده.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د نومبر پر ۲۰مه ویلي چې په خلیج فارس کې یې یوه کښتۍ د ډیزلو د قاچاق په تور نیولې ده.

ایراني رسنیو د سمندري ځواک د یو کمانډر کرنل احمد حاجیان له خولې ویلي چې په قاچاق شویو ډیزلو بار یوه بهرنۍ کښتۍ یې نیولې ده.

د نوموړي په خبره تر پلټنو وروسته یې تر یو لاک ۵۰ زره لیټره زیات ډیزل تر لاسه کړي او د بېړۍ ۱۱ کار کوونکي یې عدالت ته وړاندې کړي دي.

خو حاجیان د بیړۍ د نیول شوو کارکوونکو د شناخت په اړه معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم دا ویلي چې کښتۍ کله ونیول شوه.

دا په خلیج فارس کې داسې تازه پېښه ده چې هلته یو شمېر بېړۍ تر حملو لاندې راغلي او یا نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG