د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې برید یو امنیتي عسکر ټپي کړی


په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.
په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکي وايي چې د نومبر پر ۱۹مه د میرامشاه په عليخېلو سیمه کې وسله والو پر امنیتي پوسته برید کړی چې پکې یو پوځي ټپي شوی دی.

په سیمه کې چارواکو د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې تر پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

بلخوا د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر عقیق حسین مشال راډیو ته وویل چې په عليخیلو کې تیره شپه وسله والو د نجونو د مډل سکول د استادانو یو استوګنځای ړنګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د چاودنې پر مهال په دغه ځای کې څوک موجود نه وو.

د دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په شمالي او جنوبي‌ وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو او پوځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG