د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلخ کې د عصبي ناروغیو یو ډاکټر وژل شوی


ډاکټر عالمي چې په مزار شریف کې د یوه رواني کلنیک مشر و، شاوخوا درې میاشتې مخکې د مزار شریف په نهمه ناحیه کې خپل کور ته نېږدې تښتول شوی و.
ډاکټر عالمي چې په مزار شریف کې د یوه رواني کلنیک مشر و، شاوخوا درې میاشتې مخکې د مزار شریف په نهمه ناحیه کې خپل کور ته نېږدې تښتول شوی و.

د افغانستان د بلخ ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د عصبي ناروغیو یو ډاکټر برمته ګرو وژلی دی.

د بلخ ولایت د روغتیا ریاست سرپرست، مولوي صدام د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د ډاکټر نادر عالمي مړی نن د مزار شریف په لومړۍ حوزه کې موندل شوی.

نوموړی وايي:"ډاکټر صاحب شهید نادر عالمي د شمال یو باقدر او عزتمن شخص و چې دوې میاشتې مخکې اختطافچیانو [برمته ګرو] تښتولی و او داسې ښکاري چې تېره شپه د سختې شکنجې په نتیجه کې مړ شوی دی. موږ یې جنازه وکړه."

ډاکټر عالمي چې په مزار شریف کې د یوه رواني کلنیک مشر و، شاوخوا درې میاشتې مخکې د مزار شریف په نهمه ناحیه کې خپل کور ته نېږدې تښتول شوی و.

د هغه کورنۍ ویلي، تښتوونکو د ډاکټر عالمي د خوشې کېدو په بدل کې د اووه لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG