د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د بلوچستان پوهنتون د دوو زده کوونکو د ورکېدو ضد پرلت دوام لري


د بلوچستان پوهنتون مخې ته احتجاج
د بلوچستان پوهنتون مخې ته احتجاج

د بلوچستان پوهنتون کوټې څخه د دوو زده کوونکو د لادرکه کېدو پرضد د پوهنتون زده کوونکو بیا په احتجاج لاس پورې کړی او د زده کړو لړۍ درېدلې ده.

دوی غوښتنه لري چې حکومت دې د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د پوهنتون له هاسټله د ورکو دوو زده کوونکيو سهیل بلوڅ او فصیح بلوڅ درک ولګوي او ذمه وارو ته دې سزا ورکړي.

د احتجاجونو له کبله په پوهنتون کې د زده کړو لړۍ ولاړه ده او کلنۍ ازموینې هم اغېزمنې شوي دي.

بلخوا د بلوچستان وزیراعلا میرعبدالقدوس بزنجو د بلوچستان پوهنتون د لادرکه زده کونکو په اړه د مالوماتو لپاره یوه درې کسیزه پارلېماني کمیټي هم ټاکلې ده.

د بلوچستان لادرکه کسانو کورنيو په کراچۍ کې احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د کمیټۍ یوه غړي نصرالله زیري د نومبر پر ۱۸ مشال راډیو ته وویل چې په دغه لړ کې یې د پوهنتون له زده کوونکو او انتظامیې سره ملاقاتونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، مظاهره چیان ورسره رضا شوي چې له پوهنتونه بهر به احتجاج نه کوي.

د پوهنتون د زده کوونکو د لادرکه کېدو پرضد دا احتجاجونه د نومبر پر اتمه نېټه پیل شوي دي.

بلخوا د پوهنتون انتظامیې د نومبر له ۱۰مې نېټې راهیسې پوهنتون تر ناڅرګنده نېټې پورې تړلی دی.

له دې سره سم په بلوچستان اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو غړیو ویلي چې د نومبر پر ۱۹مه به په دې اړه د اسمبلۍ په غونډه کې بحث کوي.

XS
SM
MD
LG