د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې څه باندې څلور میلیونه ماشومانو ته د شري واکسين لګول شوي


د سیند صوبې په مرکز کراچۍ کې یوه ماشوم ته د ګوزن څاڅکي ورکول کېږي
د سیند صوبې په مرکز کراچۍ کې یوه ماشوم ته د ګوزن څاڅکي ورکول کېږي

د خیبر پښتونخوا په ۳۶ ضلعو کې د شري او روبيلا ضد کمپاين کې تر څلور ميليونه زيات ماشومان واکسين شوي دي.

د صحت محکمې وياند اسد ضيا د نومبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، کوښښ يې دی چې هغه ټول ماشومان واکسين کړي چې د کمپاين لپاره يې هدف ټاکلی.

د خيبر پښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جګړا د کمپاين پرانستې غونډې ته ويلي ول چې د صوبې تر ۱۵ ميليونه زيات هغه ماشومان به چې عمرونه يې د نهه مياشتو څخه تر ۱۵ کلونو پورې دي، واکسينوي.

په یاده صوبه کې د شري او روبيلا ضد کمپاين د نومبر ۱۵مې نېټې څخه پیل شوی چې د نومبر تر ۲۷مې به جاري وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG