د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانانو سره د روسیې د مرستو لومړی جوپه کابل ته ورسېده


کابل ته د روسیې لومړنۍ مرستې
کابل ته د روسیې لومړنۍ مرستې

د روسیې د بشري مرستو لومړنۍ محموله نن پنجشنبه (د لړم ۲۷مه) کابل ته ورسېده.

دا خبره د نومبر پر ۱۸مه د روسیې تاس خبري اژانس راپور کړې ده.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژېرنوف مخکې ویلي و چې هېواد یې افغانستان ته ۳۶ ټنه بشري مرستې استوي.

د هغه په خبره تمه ده د بشري مرستو دوه نورې جوپې هم کابل ته واستول شي چې ټول ټال اندازه یې له سلو ټنو اوړي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې دا له افغانستان سره د روسیې لومړنۍ بشري مرستې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG