د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذربایجان وايي له ارمینیايي عسکرو سره په نښته کې یې اووه سرتېري وژل شوي


د ارمنستان او ازربایجان ترمنځ پوله کې تازه شخړه د نومبر پر ۱۶مه ونښته. انځور - ارشیف
د ارمنستان او ازربایجان ترمنځ پوله کې تازه شخړه د نومبر پر ۱۶مه ونښته. انځور - ارشیف

د اذربايجان چارواکي وايي، په سرحدي سيمو کې يې له ارمينيا سره په نښتو کې اووه عسکر وژل شوي او ۱۰ ټپیان شوي دي.

د اذربايجان دفاع وزارت د نومبر پر ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا مرګ ژوبله د نومبر پر ۱۶مه په شوو نښتو کې رامنځته شوې.

بلخوا د ارمينيا دفاع وزارت ويلي چې اذربايجان یې ۱۳ سرتېري نيولي، ۲۴ یې لادرکه او يو یې وژل شوی دی.

پروسږکال دواړو هېوادونو د نارګونو قره باغ سيمې پر سر جګړه کړې وه او د اوسنۍ نښتې د پيل پړه پر يو بل اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG