د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان کرکټ څارنې لپاره يوه کمېټې جوړه کړې


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ او په دغه هېواد کې د کرکټ څارنې لپاره يوه کمېټې جوړه کړې ده.

د کرکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) د نوومبر پر ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې شورا مرستيال مشر عمران خواجه په مشرۍ دا کمېټه به په افغانستان کې د حکومت تر بدلون وروسته پر افغان کرکټ نظر ساتي. د کمېټې نور غړي، رميز راجه، راس ميکولم او لاسن نېډو دي.

دې شورا زیاته کړې چې کرکټ د افغانستان لپاره وياړمن پرمختګ او د مثبت اغېز نوم دی نو ځکه یې ملاتړ ته دوام ورکوي.

په دې بيان کې د ای سي سي د مشر ګرېګ برېسلې له خولې ويل شوې چې په افغانستان کې د نارينه کرکټ د پياوړي کولو او ښځينه کرکټ رامنځته کولو لپاره له نوي حکومت سره د افغان کرکټ بورډ د کوښښونو ملاتړ کوي.

برېسلې زیاته کړې چې په دې شورا کې د بشپړ غړي په توګه د افغانستان حیثيت ساتلو لپاره کار کوي خو په دغه هېواد که به د کرکټ اړونده پرمختګونه له نېږدې څاري او د رامنځته کېدونکو بدلونو په رڼا کې به پرېکړې کوي.

ياده دې وي چې طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او په دې توګه یې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان منتخب او جمهوري حکومت پرځای د واکمنۍ واګي په خپل لاس کې واخیستې.

طالبانو د ښځو پر لوبو بنديز لګولی او د سپیانوي ورکولو پرته یې ويلي چې د دې لپاره به د شريعت په چوکاټ کې يوه تګلاره جوړوي.

د ښځو پر لوبو د بندیز له کبله اسټراليا له افغانستان سره خپل پلان کړې ټیسټ کرکټ لوبه تر نامعلوم وخته پورې ځنډولې ده. په تېر کې د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې د ښځو کرکټ لوبډلې جوړولو ته ژمن دي او په دې اړه کار روان دی.

XS
SM
MD
LG