د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې افغانستان کې د ښځو پر لوبو بندیز نه لګوي: قبله ایاز


 د ښځینه افغان لوبغاړو د فوټبال لوبه. ۲۰۱۴ز کال
د ښځینه افغان لوبغاړو د فوټبال لوبه. ۲۰۱۴ز کال

په پاکستان کې ښځينه لوبغاړي په خپل ګاوندي هېواد افغانستان کې د ښځو سپورټس د مستقبل په اړه اندېښمنې دي او ويرېږي، داسې نه چې اثرات یې د دوی پر ټولنه وشي.

د سېپېټمبر پر اتمه نېټه د افغان طالبانو فرهنګي کمېسیون يوه غړي د ښځو پر کریکټ او دا قسمه نورو لوبو د احتمالي بندیزونو یادونې وروسته پر ۱۴م سېپټېمبر د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو ټيم پاکستان ته ورسېد. د پاکستان د فوټبال فېډرېشن مشر اشفاق حسېن پر ۱۵م سېپټېمبر مشال رېډيو ته وويل چې ۲۲ ښځينه لوبغاړې او د دوی د کورنۍ غړي چې ټول شمېر يې ۷۹ جوړېږي دا وخت په لاهور کې دي او د ده په خبره د پاکستان حکومت ورته وېزې جاري کړې وې. د پاکستان د فوټبال فېډرېشن مشر مشال رېډيو ته په رالېږلي ويډيو کې يوې لوبغاړې سويتا افغان له دوی سره په مرسته د اسلام اباد مننه کوي: ''پاکستان فوټبال فېډرېشن له موږ سره ډېر ښه چلند وکړ. موږ له پاکستانيو روڼو ډېر خوشاله يو چې زموږ لپاره يې دلته هرقسمه انتظام کړی دی.''

دې افغان لوبغاړو او د پاکستان فوټبال فېډريشن په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې د دې ښځينه فوټبالرانو راتلونکی به څه وي؟ بلخوا تر اوسه دا هم څرګنده نه ده چې طالبان به تر خپل واک لاندې افغان ښځو ته د سپورټ يا لوبو اجازه ورکړي او که نه؟ خو د مومندو ضلعې اورين جاسيا چې په لانګ ټېنس کې په خیبرپښتونخوا کې په لومړي نمبر او پاکستان کې په لومړنیو لسو لوبغاړو کې ده وايي، له وړاندې يې خپلوان د دې په سپورټس خوشاله نه وو او اوس چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د جينکو په سپورټس د ممکنه بنديزونو راپورونه راځي نو دا د خپل راتلونکې په اړه ډېره اندېښمنه ده. البته نوموړې پر ۱۵م سېپټېمبر مشال رېډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت د ښځو له سپورټس سره ولاړ دی او هېڅوک یې مخه نه نیسي: ''موږ له خپل حکومت او نورو ادارو مطمين يو او هېڅکله به داسې نه کېږي خو که وشو نو موږ به يې په نره سره مقابله کوو. له مقابلې پرته هېڅ ممکن نه دي. په تياره څه نه ملاوېږي. او داسې خو چې ته هر مېدان ته ځې نو خلک به درپسې خبرې کوي.''

د خیبر ضلعې جمايمه خان چې په سيمه يزه کچه د بېډمېنټن چمپينه ده، د اوشو په صوبايي سياليو کې يې مډالونه ګټلي او د کریکټ په ملي لوبو کې يې هم برخه اخیستې ده، وايي، د دوی سيمه چې له افغانستان سره پوله لري، د هغه هېواد د حالاتو یې نېغ په نېغه پر دوی اثر کېږي. نوموړې وايي په افغانستان کې د موجوده حکمرانانو لخوا په ښځینه سپورټس د ممکنه بنديزونو بيانونو سخته خپه کړې ده. نوموړې په ۱۵ م سېپټېمبر مشال رېديو ته وويل دغه افغان فټبالرانې چې پاکستان ته تللې دی او راتلونکې يې نه دی معلوم، د افغانستان لپاره غټ تاوان دی: ''زړه مې ډېر خوږ شو چې کله مې د ښځو پر سپورټس د بنديز خبر واورېدو. زه يوه لوبغاړې يم نو زه پوهېږم چې په يوه لوبغاړې بنديز ولګي نو هغه له څومره تکليفه تېرېږي. پر ما به چې کله نيوکې کېدې نو ډېر به ځورېدم او دا خو مکمل بنديز دی.''

جمايمه وايي، افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي ملکونه دي خو د حیرانتيا خبره دا ده چې په يوه هېواد کې د ښځو پر سپورټس د ممکنه بنديزونو او په بل هغه کې د ښځو سپورټس ته د ودې ورکولو خبرې کېږي.

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز هم په ۱۵ م سېپټېمبر مشال رېډيو ته وويل چې اسلام ښځو ته د سپورټس کولو اجازه ورکوي: ''د فوټبال شو يا نورې لوبې شوې په دې اړه په اسلامي تاريخ کې کوم ځانګړی ذکر نه دی شوی او نه د ښځو پر لوبو بنديز شته. د طالبانو لپاره زموږ مشوره دا ده چې په داسې حالاتو کې د مېرمنو لپاره د صحتمندانه سرګرميانو بندوبست وکړي.''

ياده دې وي چې کله تېره اوونۍ اېس.بي.اېس ټېلېویژني شبکې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د یو غړي احمد الله وثیق هغه څرګندونې خپرې کړې چې پکې د طالبانو له خوا د ښځو پر سپورټس د احتمالي بندیزونو یادونه شوې وه، نو د اسټرالیا د کرکټ چارواکو د افغانستان سره په نومبر میاشت کې د سړو کریکټ د تاریخي ټېسټ لوبې د لغوه کولو خبرداری ورکړ.

خو وروسته د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت تر اوسه د ښځو د سپورټس په اړه رسمي پالیسي نه ده په ډاګه کړې او کېدای شي چې دا تګلاره په راتلونکې کې اعلان شي. د ده په خبره هغه څه چې ده مخکې ویلي وو، د هېواد کلتوري او امنیتي وضعیت ته په پام يې خپل نظر څرګند کړی و.

د افغانستان څخه د لوبغاړو، ژورنالیستانو او نورو مسلکي کسانو د وتلو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې طالبانو په ۱۵ اګست د کابل تر نيولو وروسته په وار-وار پر خلکو ټینګار کړی چې له هېواده دې نه وځي او ډاډ یې ورکړی چې په هېواد دننه به د دوی خوندیتوب باوري کړي.

XS
SM
MD
LG