د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د انتخاباتي اصلاحاتو لانجمن بل منظور


د پاکستان پارلېمان وداني
د پاکستان پارلېمان وداني

نن د پاکستان قامي اسمبلۍ او سينيټ په ګډه غونډه کې د انتخاباتو اصلاحاتو او اليکټرانيک ووټينګ مشينونو بيل د ۲۲۱ رایو په ورکولو سره منظور شو او په مخالفت کې یې ۲۰۳ رایې راغلې.

اپوزېشن پر بیل له مخالفت سره سره سخت اعتراضونه راپورته کړل خو بیا هم سپیکر په دې اړه له پارلېمانه رایه واخیستله او لکه څنګه چې حکومت غوښت، بیل یې منظور کړ خو اپوزېشن په احتجاج کې له غونډې ووت، دوی پر دې بيل نيوکې درلودې او ويل یې چې دا به درغليو ته قانوني لاره برابره کړي.

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري تر دې وړاندې د پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې وويل که دا بيلونه منظور شي نو دوی به د ۲۰۲۳ ز کال له ټاکنو بايکاټ وکړي او له اوسه یې د نه تسلیمولو اعلان کوي. هغه زیاته کړه چې په پارلېمان کې اليکټرانيک مشينونه موجود دي مګر کار نه کوي نو په ټول پاکستان کې به يې څنګه وکړي؟

په پارليمان کې د اپوزیشن ګوندونو مشر، شهبازشريف وويل چې پر دې بيلونو دوی سره مشوره نه ده شوې او دا به درغليو ته قانوني لاره جوړه کړي. خو د حکومت په استازيتوب، شاه محمود قریشي وويل چې د انتخاباتو اصلاحاتو او اليکټرانيک مشينونو په اړه قوانين به د رایې اچولو په وخت د درغليو مخه ونیسي.

نن د نومبر پر ۱۷مه نېټه ګډې پارلېماني غونډې ته د انتخاباتي اصلاحاتو په ګډون ګڼ بلونه وړاندې شول.

د پاکستان وزيراعظم د پارلېماني چارو مشير ډاکټر بابر اعوان د نومبر پر ۱۶مه ناوخته د پاکستان له یوه شخصي ټېليويژن سره په خبرو کې ويلي چې د پارلېمان په نننۍ ګډه غونډه کې به د حکومت اتحادي ګوندونه د دوی په حق کې رايې وکاروي.

واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د مسلم لیګ ق او اېم کیو اېم په ګډون له نورو اېتلافي ملګرو سره سلا مشوره کړې ده او اوس د قانون سازۍ لپاره ډاډه ښکاري.

نننۍ ګډې غونډې ته په کتو داسې ښکاري چې واکمن ګوند دا مهال په قامي اسمبلۍ کې د ۱۷ ووټونو اکثریت لري خو په سېنېټ کې یې ۱۵ ووټونه کم دي. که غونډې ته د پارلېمان ځینې غړي ورنشي نو دا هم پر یادو شمېرو اغېز کولای شي.

اپوزېشن په انتخاباتي اصلاحاتو کې د الېکټرونیک مشینونو موضوع له لومړۍ ورځې لانجمنه ګرځولې ده.

د پاکستان ډیموکراټيک موومنټ (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمن تور لګولی چې د ده په وینا د اسلام اباد جعلي حکومت د پارلېمان ګډې غونډې ته اتحادي ګوندونه د ریاستي ادارو په زور راوستولو ته اړباسي. نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر ۱۶مه ماځیګر مهال په کوټه کې یوې خبري ناستې ته کولې.

د مولانا فضل الرحمن په وینا دوی د ادارو احترام کوي خو نن یوځل بیا د حکومت له وجې د ادارو غیرجانبدارۍ ته زیان رسېږي. نوموړي پوښتنه راپورته کړه چې د کومو دلایلو له مخې ټول قوانین تر ۱۹م نوومبر وړاندې پارلېمان ته راوړل کېږی.

هغه ویلي که حکومت په دې غونډه کې د ووټونو اچولو لپاره د مشینونو کارولو قانون منظور کړي نو دوی به یې په سپریم کورټ کې چېلینجوي. حکومت وايي چې د ووټونو اچولو لپاره د الیکټرانک مشنیونو کارولو سره به په انتخاباتو کې روڼوالی راشي خو اپوزیشن ګوندونه په دې هکله اندېښنې او شکونه لري.

پاکستان ډیموکراټیک مومنټ په ملک کې د ګرانۍ خلاف د روانو غونډو او لاریونونو به ترڅ کې نن د نومبر پر ۱۷مه نېټه د کوټې ښار پر هاکي چوک غونډه کوي.

د پي ډ ي ایم مشران مولانافضل الرحمان، محمود خان اڅکزی، شاهد خاقان عباسي او د ډاکټر مالک بلوڅ په ګډون نور مشران به ورته ویناګانې کوي. تر جلسې یوه ورځ وړاندې د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان وویل چې د وفاقي حکومت له لوري هره ورځ پر ولس د ګراني او ټیکسونو غرونه راچپه کېږي چې له امله یې ولس د دوه وخته ډوډۍ ته حیران پاته شوي دي. خو حکومت وايي، په نړیواله کچه د ګرانۍ اثرات پر پاکستان هم پرېوزي.

XS
SM
MD
LG