د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني کې د کورونا وایرس پېښې بیا زیاتې شوې


دا شمېره په جرمني کې د وایرس خپرېدل ښایي چې په تېرو اوو ورځو کې د یو لاکو کسانو په سر څومره خلک کورونا وایرس وهلي دي.
دا شمېره په جرمني کې د وایرس خپرېدل ښایي چې په تېرو اوو ورځو کې د یو لاکو کسانو په سر څومره خلک کورونا وایرس وهلي دي.

په جرمني کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې تر ریکارډ سطحې پورې رسېدلي دي او هغه هیواد یې د کنټرولو هڅې کوي.

بلخوا اروپایي هیوادونه په سیمه کې د کورونا د نوې څپې د مخه نیولو لپاره په ګڼو اقداماتو پورته کولو غور کوي.

د رابرټ کوچ څېړنیزې ادارې د نومبر پر ۱۶مه په خپل یو راپور کې ویلي چې په اوومه ورځ د مثبتو کېسونو شرح ۳۱۲ ته رسېدلې چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې تر ۵۰ فیصده زیاته شوې ده او دغه په لومړي ځل له ۲۰۰ حد څخه اوښتې ده.

دا شمېره په جرمني کې د وایرس خپرېدل ښیي چې په تېرو اوو ورځو کې د یو لاکو کسانو په سر څومره خلک کورونا وایرس وهلي دي.

په جرمني کې څلورمه څپه د لنډمهالي حکومت لپاره یوه مهمه موضوع ده چېرته چې درې ګوندونه په راروان سېپټمبر میاشت کې د انتخاباتو وروسته د کابینې پر جوړولو خبرې کوي.

سوشل ډېموکراټس،ګرینز او پرو بزنس ګوندونه په راروان وخت کې د حکومت جوړولو وروسته په سختو اقداماتو غور کوي خو دا لا مالومه نه ده چې دوی به په دې اړه تر کومه حده پورې لاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG