د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیګار: د منځنۍ اسیا هېوادونه ښايي پر افغانستان برېښنا بنده کړي


د جوزجان ولایت برېښناکوټ چې د ترکمنستان هېواده په برېښنا چلېږي
د جوزجان ولایت برېښناکوټ چې د ترکمنستان هېواده په برېښنا چلېږي

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې امریکايي اداره سیګار وایي، د منځنۍ اسیا هېوادونه ښايي پر افغانانو خپله برېښنا بنده کړي.

سیګار د نومبر پر ۱۵مه (نن) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا پیسې نه دي ورکړي. یادې ادارې خبرداری ورکړی چې اوسنیو تړونونو ته په پام، د برېښنا صادرونکي هېوادونو د پیسو د نه ورکړې له کبله خپله برښنا بندولی شي.

د افغانستان برېښنا تر ډېره د منځنۍ اسیا له دوو هېوادونو ازبکستان او ترکمنستان څخه ورځي.

د سیګار اوسني راپور ته د افغانستان برېشنا شرکت غبرګون نه دی ورکړی خو له دې وړاندې یې ویلي ول، د هغو خلکو د برېښنا مزي پرې کوي چې بیلونه نه پرې کوي. یوشمېر افغانانو بیا ویلي، تر ډېره د روانې بې کارۍ او بې وزلۍ له کبله نه شي کولای د برېښنا بیلونه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG