د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له ککړې هوا هرکال درې لکه کسان مري'


اي اي اې وايي،نړۍ کې د ککړې هوا له کبله هرکال درې لکه زیات کسان مري - انځور له ارشيفه
اي اي اې وايي،نړۍ کې د ککړې هوا له کبله هرکال درې لکه زیات کسان مري - انځور له ارشيفه

د اروپايي ټولنې چاپېريال ساتنې اداره (اي اي اې) وايي چې د ککړې هوا له کبله د خلکو مړينه کمه شوې خو البته اوس هم هرکال تر درې لکه زیات کسان ورڅخه مري.

د نومبر پر ۱۵مه نېټه خپور شوي رپورټ کې ادارې ويلي که چيرې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د هوا د معيار په اړه د ملګرو ملتونو روغتيا سازمان (ډبليو اېچ او) پر لارښوونو عمل وکړي نو د مرګ شمېره نيم په نيمه راکمېدای شي.

د اروپايي ټولنې د هوا ککړتيا شمېرې راغونډونکې اداره وايي، د مرګونو شمېر د راکمېدو لويه وجه د اروپا د هوا په معيار کې ښه پرمختګ دی.

په ۲۰۱۹ز کال کې پولېنډ هغه هېواد وو چې پکې د ککړې هوا له کبله سړي سر مړينه تر ټولو زیاته وه چې شمېر يې ۳۹ زره ۳۰۰ وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG