د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکايي ډالر پروړاندې د افغانۍ ارزښت تر ټولو ټيټې کچې ته پرېوتی 


د پېښور یو صرافه افغانۍ شمېري
د پېښور یو صرافه افغانۍ شمېري

دا په تېرو دوو لسيزو کې تر ټولو لاندې کچه ده چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له مشکلاتو سره مخامخ دی.

د افغانستان د بهرنيو اسعارو د تبادلې بازار سرای شهزاده کې د نومبر پر ۱۴مه نېټه د يوه ډالر بيه ۹۵ افغانۍ وه. تر دې دوه ورځې وړاندې د يوه ډالر بيه ۹۱ اعشاریه ۵۰ افغانۍ وه.

د افغانستان نوې سیکه (کرنسي) په ۲۰۰۲ز کال کې په جرمني کې چاپ شوې وه چې هغه مهال د يوه ډالر قيمت ۴۳ افغانۍ وو. له کله چې طالبان واکمن شوي د امريکا په ګډون غربي هېوادونو په خپلو بانکونو کې د افغانستان پیسې کنګل کړي او هغه مالي مرستې يې درولې چې مخکني حکومت ته به يې ورکولې.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت پرېوتو له کبله د سونګ موادو او خوراکي توکيو بيې به په داسې حال کې لوړېږي چې د واردېدونکيو شيانو قيمتونه زیات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG