د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د پاسپورت ورکولو چارې پيل شوې


په خوست کې د پاسپورت نوي کولو ته منتظر تن

د افغانستان په خوست ولايت کې له څو میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا خلکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شو.

طالب چارواکو ويلي چې پلان لري چې په خوست کې هره ورځ‌ ۲۰۰ پاسپورتونه ورکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سټراتيژيکو اړیکو مشر مولوي عبدالحکیم حمدي د نومبر په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې خلکو ته پاسپورټونه په هماغه پخوانیو اصولو وېشل کیږي. د دې لپاره بريښنايي تذکرې او يا هم له کورنيو چارو وزارت څخه تاييد شوې کاغذي تذکره پکاریږي.

محمدوزیر چې غواړي دوبۍ ته ولاړ شي وايي، مخکې به د پاسپورټ نوي کولو لپاره کابل ته سفر کاوه خو اوس به یې دې سفر ته ضرورت نه وي. نوموړي د نومبر په ۱۴مه مشال رېډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د خوست ګڼ خلک عربي هېوادونو کې مزدوري کوي نو ځکه په دې ولايت کې د پاسپورت ورکړه ډيره اړينه ده.

د تېرې اګست میاشتې په ۱۵مه چې کله طالبانو د کابل په نيولو سره د افغانستان حکومت واګي په لاس کې واخیستې، د پاسپورتونو د اخیستو غوښتنه زیاته شوې ده. ډيری خلک چې د طالبانو تر واک لاندې یې ځان خوندي‌ نه احساساوه په بيړنيو پروازونو کې له هېواده وتلي‌دي. ځيني نور هم غربی هېوادونو ته د تګ په لټه کې دي.

طالبانو چې کله تېره مياشت په کابل کې د پاسپورتونو د ورکړې کار بیا شروع کړ نو هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره زیاته شوه. د خوست احسان الله وايي په کابل کې یې د پاسپورت د نوي کولو لپاره دوه شپې وکړي او په اوږدو قطارونو کې یې په ساعتونو انتطار وکړ. نوموړي د نومبر په ۱۳مه مشال رېډيو ته وويل اوس ښايي په خوست کې د پاسپورت نوي کول اسانه شي.

په خوست کې په پاسپورټ اخیستونکو کې یو زیات شمېر ناروغان دي چې د ډاکټرانو د لارښوونې سره سم، پاکستان او یا هم نورو هېوادونو ته د درملنې په خاطر روان دي. د رسنیو یو تن کارکوونکی کریم الله سروري چې غواړي د پښتورګو ناروغی د درملنې په خاطر پېښور ته لاړ شي، د نومبر په ۱۳مه مشال رېډيو ته وويل: "په خوست کې د پاسپورټ ورکول ډير ښه قدم دی خو مسوولین دې د پاسپورټونو د وېش پروسه چټکه کړي."

په خوست کې طالب چارواکي له خلکو غواړي، چې د پاسپورټونو د وېش په اولو ورځو کې د ډېرې ګڼه ګوڼې له جوړولو ډډه وکړي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG