د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د انتخاباتو کمېشن له ګوندونو د بلدیاتي ټاکنو د نوماندانو نوملړ غوښتی


د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو کمېشن وايي د صوبې په ۱۷ ضلعو کې د دسمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي ټاکنو د لومړي پړاو لپاره ۴۲ زره امیدوارانو کاغذونه جمع کړي دي. 
د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو کمېشن وايي د صوبې په ۱۷ ضلعو کې د دسمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي ټاکنو د لومړي پړاو لپاره ۴۲ زره امیدوارانو کاغذونه جمع کړي دي. 

د خيبر پښتونخوا د انتخاباتو کميشن پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د هغو کسانو نومونه د نومبر تر ۱۵م یاد کمېشن ته وسپاري چې دوی په بلدیاتي ټاکنو کې د نوماندۍ ټکټونه ورکوي.

دا خبره د خيبر پښتونخوا د انتخاباتو کمیشن ویاند سهيل احمد د نومبر پر ۱۳مه مشال راډيو ته وکړه.

ده وویل، مخکې د اطرافي او کليو کونسلونو په کچه ټاکنې پر غير جماعتي بنیادونو کيدونکې وې خو اوس تر يوې عدالتي پريکړې وروسته د ګوندونو پر بنیاد کېږي.

ده وویل، "اليکشن کميشن به د دې مجاز کسانو د دستخطونو نمونې او نومونه اړوند ريټرننګ افسرانو سره شریکوي دا ريټرننګ افسران به د دې سیاسي جماعتونو لخوا د ټکټونو ورکولو د مجاز کسانو د فهرست په رڼا کې د اړوند اميدارانو د کاغذونو کره کتنه کوي او ورته به د هغه سیاسي ګوند انتخابي نښه جاري کوي."

د انتخاباتو کمېشن دا ټاکنې له هغه وروسته پر ګوندي بنیادونو کوي چې د پيښور هاي کورټ د نومبر پر څلورمه پرېکړه وکړه چې بلدیاتي ټاکنې دې پر ګوندي بنیادونو وشي.

سهیل احمد مشال راډيو ته وويل چې د صوبې په ۱۷ ضلعو کې د دسمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي ټاکنو د لومړي پړاو لپاره ۴۲ زره امیدوارانو کاغذونه جمع کړي دي.

ده زیاته کړه، "د کاغذونو تر جمع کولو وروسته له موږ سره د شمیرو له مخه د جنرل څوکيو لپاره ۲۱۸۲۵ اميدواران دي ، د دې تر څنګ ۴۲۱۴ ښځو ، ۸۰۲۳ کسانانو ، ۶۷۴۵ ځوانانو کاغذونه جمع کړي دي."

د ده په وینا، د اقليتونو د څوکيو لپاره ۳۶۴ او د تحصیل چيرمينانو او مييرانو لپاره تر زرو زیاتو کسانو کاغذونه جمع کړي دي.

په پاکستان کې د انتخابي بهیر د څار غیرحکومتي ادارې "فافين" د خيبر پښتونخوا مشر مختار جاويد د نومبر په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې تر بلدیاتي ټاکنو مخکې د انتخاباتي هلو ځلو په اړه د دوی د څارنې چارې روانې دي.

ده وویل چې په دې لړ کې تر اوسه هیڅ شکایت دوی ته نه دی وړاندې شوی.

ده وویل، "د خيبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې به د فافين ۳۰۰ څارونکي دا ټاکنې څاري او د دې کسانو د روزنې لپاره موږ بیلا بیل روزنیز پروګرامونه ترتیب کړي دي."

د مختار جاوید په وینا، یوه خبره چې دوی په ګوته کړې ده هغه د ووټونو په تناسب کې د ښځو او د سړیو د فرق په اړه ده.

ده زیاته کړه، " موږ له بېلا بېلو ادارو سره په ګډه د ښځو د شناختي کارډونو او ووټونو په اړه د ستونزو د حل په لټه کې يو ، او غواړو چې دا فرق ختم او یا کم شي."

د خيبر پښتونخوا د انتخاباتو کميشن د ویاند سهیل احمد په خبره ، د نومبر په ۱۴مه به د امیدوارانو لخوا د جمع شوو کاغذونو د کتنې عمل سر ته ورسېږي.

ده وویل چې تر دې وروسته به پر کاغذونو د اعتراضونو او د هغه پرضد د اپیلونو لپاره درې ورځې وخت ځانګړی وي.

نوموړي وویل چې د نومبر تر ۲۲مې به امیدواران خپل کاغذونه بیرته اخیستلای شي او هم په هغه ورځ به حتمي فهرست جاري کيږي.

ټاکل شوې ده چې د نومبر پر ۲۳مه امیدوارانو ته انتخابي نښې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG