د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې څلور کسان ژوبل کړي


د نومبر پر ۱۳مه په کوټه کې د پوليسو له ګاډې سره نېږدې چاودنه کې د يو پوليس په ګډون څلور کسان ټپي شوي دي.

د پوليسو په خبره چاودنه د کوټې په نيوي کلي کې غرمه مهال د پوليسو له هغې ګرځنده ډلې سره نژدې شوې ده چې په موټر سايکل سپره وه.

پوليس وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې ځينو ناڅرګنده کسانو د سړک پر غاړه په درول شوي موټر سایکل کې چاودیدونکي مواد پټ کړي وو.

په چاودنه کې ژوبل شويو څلورو کسانو کې يوه ښځه او يوه ماشومه هم شامل دي.

بلخوا د بمونو شنډولو ډله د پېښې ځای ته رسېدلې او پلټنې يې پیل کړې دي.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې. خو په کوټه او د صوبې په نورو سيمو کې د دغه ډول زیاترو پېښور ذمه واري بلوڅ وسله والې ډلې پر غاړه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG