د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د شري او روبیلا ناروغیو واکسین لګولو کمپاین پیلېږي


په کمپاین کې به د نهو میاشتو څخه  تر ۱۵ کالو عمر لرونکو نهه کروړه ماشومانو ته واکسین لګول کېږي.
په کمپاین کې به د نهو میاشتو څخه  تر ۱۵ کالو عمر لرونکو نهه کروړه ماشومانو ته واکسین لګول کېږي.

په پاکستان کې د نومبر له ۱۵مې په ټول هیواد کې ماشومانو ته د شري او روبیلا ناروغیو واکسین لګولو کمپاین پیلېږي.

په پاکستان کې د ماشومانو د بنیادي صحت د ټیکو پروګرام ( اي پي ای) پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې په ټول هېواد کې خلک کولای شي د ستنو په نږدیو مرکزونو کې خپلو ماشومانو ته د شري او روبیلا وړیا واکسین ولګوي.

په کمپاین کې به له نهو میاشتو تر ۱۵ کالو عمر لرونکو نهه کروړه ماشومانو ته واکسین لګول کېږي.

روغتیا پالان د ماشومانو د ژوند ژغورنې او صحت لپاره دغه واکسین ضروري بولي.

دغه ۱۲ ورځنی کمپاین به د نومبر تر ۲۷مې جاري وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG