د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د ازادۍ رېډيو د خبریال الیاس داعي د وژل کېدو لومړي تلین دی


د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي
د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي

د نوومبر دولسمه (نن) د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو لومړی تلین دی چې یو کال وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د محمد الیاس داعي کشر ورور مدثر دعوت ازادي راډیو ته وویل، د داعي د وژلو یو کار پوره شو، خو لا هم د هغه قاتل او د هغه د وژنې انګېزه ورته معلومه نه شوه.

د وخت حکومت، طالبان د داعي د وژنې مسوول وبلل. یو تورن کس هم په دې تړاو نیول شوی و او د اعتراف ویډیو یې خپره شوې وه.

که څه هم د طالبانو رسمي ویاندویانو د دې پېښې مسوولیت و نه مانه، خو دا پېښه یې و نه غندله.

له محمد الیاس داعي د مهرباني په نوم یوه وړه لور او د هغه مېرمن پاتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG