د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: پاکستان له افغان ولس سره بشري مرستو ته تیار دی


عمران خان دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد له زښتو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.
عمران خان دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد له زښتو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، هېواد یې له افغان ولس سره بشري مرستو ته تیار دی.

نوموړي د نومبر پر ۱۱مه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره تر لیدو وروسته پر توېټر په بیان کې وویل، افغان پلاوي ته یې د خپلو مرستو ډاډ ورکړ.

بیان وايي، پاکستان افغانستان ته اړین خواړه، درمل او په ژمي کې له یخنۍ د خلکو ژغورلو لپاره سامانونه استوي.

عمران خان دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد له زښتو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او نړیوالو یې له حکومت سره مرستې درولې دي.

عمران خان په بیان کې زیاته کړې چې پاکستان ته ورتلونکو افغانانو ته به د کووېډ-۱۹ واکسین وړیا ورکوي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د نومبر پر ۱۰مه له یوه پلاوي سره په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورغی.

د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دې پېژندلی. طالب چارواکو په تېرو څه د پاسه دوه نیمو میاشتو کې د سیمې د یوشمېر هېوادونو سفرونه کړي دي او وايي، پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو یې له چارواکو سره بحثونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG