د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره کېدونکې پارلېماني غونډه وځنډېدله


د پارلېمان د ګډې غونډې د ځنډولو پر حکومتي فېصله اپوزیشن ګوندونو سخت تنقید هم کړی.
د پارلېمان د ګډې غونډې د ځنډولو پر حکومتي فېصله اپوزیشن ګوندونو سخت تنقید هم کړی.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د نومبر پر ۱۰مه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نومبر پر ۱۱مه کېدونکې د پارلېمان ګډه غونډه یې ځنډولې ده.

دا غونډه د ولسمشر عارف علوي په امر راغوښتل شوې وه چې پکې به د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه په صدارتي فرمان بحث کېدو خو فواد چودري ویلي دوی غواړي چې لومړی د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو له پارلېماني مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي او له هغې وروسته په پارلېمان کې د انتخاباتي اصلاحاتو پر مسودو بحث وکړي.

په دغو اصلاحاتو کې د انتخاباتو لپاره برېښنایي مشینونو کارول هم شامل دي او مخالف سیاسي ګوندونه وایي، د پاکستان په څېر ملک کې چې خلک يې د بجلۍ له نشتوالي سره مخامخ دي نو د انتخاباتو لپاره د برېښنايي مشينونو کارول هېڅ عملي وړانديز نه دی.

د پارلېمان د ګډې غونډې د ځنډولو پر حکومتي فېصله اپوزیشن ګوندونو سخت تنقید هم کړی خو حکومت وایي، ډېر ژر به په دې اړه د ګډې غونډې نېټه اعلان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG